افغان ماشوم مرتضی، لیونیل میسي سره ولیدل

د فوټبال د مشهور لوبغاړي لیونیل میسي افغان مینه وال مرتضی احمدي خوب اخر هم په حقیقت بدل شو.

د لیونیل میسي د ټویټر رسمي پاڼې د معلوماتو له مخی، مرتضی احمدي نن د قطر پلازمینې دوحه کې له لیونیل میسي سره وکتل.

مرتضی احمدي د لیونیل میسي په بلنه او لګښت قطر هېواد ته تللی دی او مخامخ یې سره ولیدل.

لیونیل میسي او مرتضی احمدي د بارسلونا او الاهلي فوټبال لوبډلو ترمنځ له سیالۍ مخکې په یو هوټل کې ولیدل؛ چېر ته چی دغه لوبډله د سیالۍ له پاره مېشته ده.

مرتضی احمدي د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړي تېر کال د لیونیل میسي سره د بې سارې مینې لرلو له کبله له پلاسټیک څخه د لیونیل میسي کمېس جوړ او په تن کړی و.

د مرتضی انځورونه په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپاره شول او تر لیونل میسي ورسېدل.

میسي تېر کال مرتضی ته د بارسلونا او د ملي لوبډلې ارجنټاین لاسلیک شوي کمیسونه ډالۍ کړ او دغه راز د لیونیل میسي سره د مخامخ کولو په موخه د هسپانیې سفارت د قطر الوتکې په مرسته هسپانیې ته د مرتضی او د هغه د کورنۍ د لېږلو خبر ورکړ، خو د نامعلوم دلیل له کبله ونه شو.

مرتضی احمدي له مشهورېدو وروسته، تېر کال د مرګ د ګواښونو له کبله له کورنۍ سره د پاکستان بلوچستان ایالت کویټي ښار ته کډه شو.

د هسپانیې بارسلونا فوټبال لوبډله د لیونیل میسي په شتون په خپل تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلې، چی نن شپه به د افغانستان په وخت د شپې ۸ نیمې بجې د سعودي عربستان د فوټبال اتلې الاهلي لوبډلې سره د فوټبال په دوستانه سیالۍ کې د لوبی ډګر ته ووځي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، قطر به له بارسلونا فوټبال کلب سره خپل مالي ملاتړ(سپانسرشپ) له ۴ کلونو وروسته له دغه لوبې وروسته پای ته ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام