افغان لوبغاړی شهزاد محمدي په هندوستانیانو زړه بایللی دی

په افغانستان او نړیواله کچه د میلیونونو مینه والو د خوښې کرکټ لوبغاړی شهزاد محمدي هم د خپلې خوښې کرکټ لوبغاړي اعلان کړل.

له (کریک ویز) وېبپاڼې سره په مرکه کې افغان کرکټ لوبغاړي شهزاد محمدي په ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې د خپلې خوښې ۶  لوبغاړيو په ډله کې ۴ هندي لوبغاړي نومولي دي.

د هندي لوبغاړیو په ډله کې یو هم هندې کپتان مهندرسینګ ډهوني دی، چی د شهزاد محمدي همیشنی د خوښې لوبغاړی هم دی او د ۶ لوبغاړیو په ډله کې یې وروستې مقام ورکړی دی.

شهزاد محمدي له کلونو راهیسي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره لوبېږي چې ښه توپ وهونکی او چټک وېکټ ساتونکې ګڼل کېږي.

په اوسنیو ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې د شهزاد محمدي لومړی انتخاب سویلي افریقایي بیتسمین ای بي ډي ویلیرز دی.

ای بي ډي ویلیرز د میدان څلور اړخه لوبه کوونکي لوبغاړي ترڅنګ یو ښه وېکټ ساتونکی دی، چې د شهزاد محمدي لومړی انتخاب دی.

د شهزاد دویم انتخاب هندي ویراټ کوهلي دی، چې د ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام غوره لوبغاړی شو او دروان کال په (ای پي اېل) سیالیو کې یې د ۴ ریکارډ سلیزو په جوړولو سره خپله لوبډله (فاینل) ته هم ورسوله.

د افغان وېکټ ساتونکي درېیم انتخاب هندی سپېنر روي چندراشوین دی، چې اوسمهال د کرکټ نړۍ یو غوره سپېنر توپ اچوونکی شمېرل کېږي، د نړۍ د هرې لوبډلې بیټینګ خرابولی شي او ترڅنګ یې په بیټینګ او فیلډینګ هم ځانګړی مهارت ترلاسه کړی دی.

د شهزاد څلورم انتخاب اسټرالوی تېزبالر مېچل جونس دی، چې په اوسني کرکټ کی یو غوره تېزبالر شمېرل کېږي.

همدارنګه د شهزاد له پاره د ۶ غورو ۲۰ اوریزو لوبو په لوبغاړیو کې هندي روهیت شرما پنځم مقام ترلاسه کړی چې په ۵۰ اوریزو لوبو کې ۲ غبرګې سلیزې لري او د هرې لوبډلې د توپ اچونې له هنر سره اشنا دی.

په خپله شهزاد په دې پوهېږي چې اوپنېنګ څومره ستونزمن دی، درد ناکه او له خواریو ډکه دنده ده، ځکه خو یې روهیت شرما د ۲۰ اوریزو لوبو په غورو لوبغاړیو کې اخیستی دی.

وروستی او ۶م لوبغاړی د ۲۰ اوریزو لوبو لوبغاړی د شهزاد محمدي له پاره یو مثالي لوبغاړی دی، چې غواړي په لوبه کې دغه لوبغاړي ته ځان ورسوي او دا به ورته د ویاړ ځای وي، چې د مهندر سینګ ډهوني په څېر په نړیوال کرکټ کې نوم پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه د کامیاب توپ وهونکي او وېکټ ساتونکي په توګه پېژندل کېږي، چې سږ کال به ورته د بنګله دېش په سوداګریزو کرکټ سیالیو کې هم ولوبېږي او د پاکستان دویم پړاو (سوپرلیګ) سوداګریزو سیالیو په لیلامۍ کې به هم ورته ځای ورکړل شي، چې ښایي دغه پرمختګ ورته د هندوستان د راتلونکي کال (ای پي اېل) سترو سیالیو کې د لوبېدلو چانس هم برابر شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام