د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړو شهزاد محمدي او محمد نبي عیسی خیل به د پاکستان په دویم پړاو سوپر لیګ سیالیو کې و نه لوبیږي.
دواړو لوبغاړو د پاکستان په دویم پړاو سوداګریزو سوپرلیګ سیالیو کې د لوبیدو او زرګونه ډالرو ګټلو په ځای د افغانستان لهپاره لوبیدو ته لومړیتوب ورکړی.
تر اوسه په رسمي توګه نه هم دواړو لوبغاړو پاکستاني کلبونو او نه هم افغان کرکټ بورډ په دغه سیالیو کې د نبي عیسی خیل او شهزاد په ځای د نورو لوبغاړو د جذبولو لامل روښانه کړی.
خو داسې ویل کیږي، چې د "پي، ایس، ایل" پرمهال به افغان کرکټ ملي لوبډله په عربي اماراتو کې له اسټرالیا سره ۴ ورځنۍ لوبه لري او بیا به د یو لړ سیالیو لهپاره زمبابوی ته هم ځي او دغه راز د مارچ په لومړیو کې به په هندوستان کې د ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف په خپل کوربتوب سیالیو کې بوخت وي.
د کویټی ګلډییټرز او پیښور زلمي لوبډلو اعلان وکړ، چې د دواړو افغان لوبغاړو په ځای یې سویلي افریقایي رایلي روسو او ویسټ انډيزي اوپنر بیټسمین انډری فیلکچر جذب کړي دي.
دیادونې وړ ده، چې د پاکستان دویم پړاو سوداګریزی ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۹ مه نیټه په عربي اماراتو کې پیلیږي.
په دې سیالیو کې به د کرکټ نړۍ بهترینه لوبغاړي د پاکستان بیلا بیلو ۵ کرکټ کلپونو لهپاره د مارچ تر ۵ می نیټی په ۲۴ سیالیو کې د اتلولۍ له پاره ولوبیږي.
په پام کې ده، چې په دغه سیالیو کې نبي عیسی خیل د دویم ځل لهپاره د کویټې ګلډییټرز لوبډلې په ګټه او شهزاد محمدي بیا دلومړي ځل لپاره د پیښور زلمي لوبډلې په ګټه لوبیدلی وای، خو داسې و نهشول.
د وروستیو معلوماتو له مخې، ویسټ انډيزې اوپنر انډري فلیکچر د شهزاد په ځای د پیښوز زلمي لوبډلې لهخوا او سویلي افریقایي رایلي روسو نبي عیسی خیل په ځای ګویټې لوبډلې د وروستیو لوبغاړو په توګه خپلو لوبډلو ته جذب کړل.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په عربي اماراتو کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره میشت نبي عیسی خیل او شهزاد محمدي نظرهم واخلو خو هغوی ځواب را نه کړ.