افغان لوبغاړو د امریکې کینډل سټارز کرکټ لوبډله له ماتې و نه ژغورله

 

د امریکې په کوربتوب د کرکټ په روانې میله امریکه ازادو شل اوریزه کرکټ سیالیو کې کینډل سټارز لوبډلې دویمه ماتې هم وخوړله.
د یادې لوبډلې په ګټه په دریمه لوبه کې هم یوځل بیا ۵ افغان لوبغاړي ولوبیدل خو د لوبډلې د بریا له پاره یې د پام وړ لوبه نندارې ته وړاندې نه کړای شوه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې د پرون( جمعه) ورځې په سیالۍ کې د افغانستان لخوا د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی محمد مجتبی د کینډل سټارز لوبډلې په ګټه ترټولو مخکښ لوبغاړی و، چې ۲۱ منډې یې جوړې کړې.
دغه راز په نورو افغان لوبغاړو کې اوپنر نورالحق ملکزی په ۱۰، افغان ویکټ کیپر افسرخان ځاځې په ۰، رحمت شاه زرمتی په ۱ او ناصرجمال احمدزی هم بغیر له کومې منډې وسوځید.
په سیالۍ کې د کینډل سټارزلوبډلې څښتن ملک عثمان علي په کپتانۍ کې د پچې ګټلو او لومړۍ لوبې وروسته وروسته په ۶ اوروزنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یواځې ۵۰ منډې جوړې کړې.
دغه هدف شارلوټي لاینز لوبډلې یواځې د ۱ لوبغاړي په سوځیدو دلوبې په ۶ م اور کې ترلاسه کړ او په ۹ ویکټو یې کینډل سټارز لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د کینډل سټارز لوبډلې په ګټه یواځې نورالحق ملکزې و چې په ویکټ اخیستلو بریالی شو خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.
کینډل سټارز لوبډلې په روانو لوبو کې ۳ لوبې ترسره کړي دي چې یوه لوبه یې لغوه شوې خو په ۲ سیالیو کې یې ماتې خوړلې دي چې په لومړۍ لوبه کې افسرځاځي ۴۱ ، مجتبی ۱۱ ، نورالحق ۶ ، ناصرجمال ۲۱ او رحمت شاه زرمتي ۳۲ منډې جوړې کړی وې خو لوبډله یې د ۱۴۸ منډو هدف ته نه وه رسولې.
په سیالۍ کې محمد مجتبې په ۱ اور کې ۶ ، رحمت شاه زرمتي په ۱ اور کې ۹ او نورالحق ملکزي په ۱ اور کې بیا ۷ منډې ورکړې.
په اووم پړاو امریکه ازادو کرکټ سیالیو کې ۳۲ کرکټ لوبډلې برخه لري چې دلومړي ځل له پاره ورته افغان ځوان کرکټ لوبغاړي هم ورغوښتل شوي دي.
دغه سیالۍ دتیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې او ټاکل شوې ده سبا د اتلې لوبډلې په اعلان د امریکې په فلوریډا ایالت کې پای ته ورسیږي چې په کې (یو ایس ټایګرز) لوبډله له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
ټاکل شوې ده دروانو سیالیو په دوام به نن ( شنبه) د افغان لوبغاړو په شتون کې کینډل سټارز لوبډله په څلورمه لوبه کې له (یوسي ټي) عربي اماراتو کرکټ لوبډلې سره دلوبې ډګر ته ووځي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام