د فوټبال اسیایي شورا لخوا د ۲۰۱۸ کال او اسیایي فوټبال سیالیو ته د لارې موندنې په موخه لوبډلویش نن سه شنبه( داپریل ۱۴مه) د مالیزیا هیواد په پلازمینه کولالمپورکې ترسره شو.
د لوبډلویش یا پچې اچونې په رسمي مراسمو کې افغانستان په پنځم (ای) ګروپ کې له سنګاپور، سوریا، جاپان او کمبودیا لوبډلی سره مخامخ شو.
ټاکل شوې ده دغه سیالۍ به افغانستان د روان کال په جون میاشت کې ترسره کړي.
د روسیی په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته داسیا ټاکنیز او دغه راز د اسیا فوټبال جام سیالیو ته دلارې موندنی په موخه په دې پچه اچونه کې د اسیا وچې ۴۰ هیوادونو برخه لرله چې په ۸ ګروپونو وویشل شول.
د سیالیو په لومړي ګروپ کې سعودي عربستان ، فلسطین ، ختیځ تیمور ، مالیزیا او د عربي اماراتو لوبډلې راغلي.
دغه راز په دویم ګروپ کې اسټرالیا ، اردن ، تاجکستان ، قرغزستان او بنګله دیش فوټبال ملي لوبډلې یوځای شوي.
په دریم ګروپ کې بیا چین ، قطر، مالدیف ، بوتان او هانګ کانګ سره مخامخ شوي.
همدارنګه په څلورم ګروپ کې ایران ، عمان ، هندوستان، ترکمنستان او ګوم هیوادونو فوټبال ملي لوبډلو قسمت برابرشو.
د لوبډلویش پرمهال په پنځم ګروپ کې افغان فوټبال ملي لوبډله له سوریا ، جاپان ، کمبودیا او سنګاپورفوټبال لوبډلو سره په یوه ګروپ کې اعلان شوه.
په شپږم ګروپ کې عراق ، ویتنام ، تایلینډ ، اندونیزیا او چاینیزټایپی سره مخامخ شوی چې په اووم ګروپ کې بیا کوریا ، کویټ ، لبنان ، میانمار او لاووس هیوادونه راغلل خو په وروستي اتم ګروپ کې به بیا ازبکستان ، بحرین ، فیلیپین ، شمالي کوریا او یمن لوبډلې یو له بل سره لوبې وکړي.