افغان فوټبال لوبغاړی امیري د هندۍ لوبډلې په ګټه ښه وځلېد

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپتان اسلام الدین امیري د هندوستان په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کی د خپلی لوبډلې (ګوا) په ګټه دوه مهم ګولونه ووهل او ښه وځلېد.

د افغان امیري ګولونو که څه هم (ګوا) لوبډله د ډیمپو لوبډلې خلاف بریا ته ونه شوه رسولی؛ خو په حیرانوونکې توګه یې د لوبې په وروستیو شېبو کې له بلې ماتې نه وژغورله.

د هندوستان فوټبال غوره لیګ سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې اسلام الدین امیري د هندوستان په کوربه توب په (فاټورډا) لوبغالي کې لومړی ګول په ۲۳ دقیقه کې او دویم ګول په ۸۹مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ووهل.

د افغان کپتان د دغو دوو ګولونو په واسطه د (ګوا) فوټبال لوبډلې او (ډیمپو) لوبډلو ترمینځ سیالۍ په دوه دوه ګولونو سره په مساوي توګه پای ته ورسیده.

د معلوماتو له مخې، په روانو هندوستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې (ګوا) لوبډلې ۱۲ لوبې کړي، چې تراوسه یې هیڅ لوبه نده ګټلې.

ګوا لوبډلې په کړیو ۱۲سیالیو کې نیمایي مساوي کړي، خو همدومره یې بیا خپلو سیالانو ته بایللي هم دي.

دیادونې وړ ده، چې تیر کال همدا (ګوا) لوبډله د هندوستان په (هیروهونډا) فوټبال غوره لیګ ستوداګریزو سیالیو کې د افغان اسلام الدین امیري په موجودیت کې (فاینل) ته رسېدلې وه.

ویل کیږي چې په روانو هندوستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کی د (ګوا) لوبډلې د مخکې تګ کوم چانس نشته او ښایي دویمې لیکې ته ولوېږي.

ټاکل شویده د (ګوا) فوټبال لوبډله خپله راتلونکې لوبه د سه شنبې په ورځ د واهینګدو لوبډلې سره ترسره کړي او هڅه به کوي، چې لومړۍ بریا خپله کړي.

د یادولو ده، چې اسلام الدین امیري له ۶ نورو افغان فوټبال لوبغاړو سره تېره اونۍ په فوټبال ملي لوبډله کی د موجودو ستونزو له امله استعفا ورکړه، خو تر اوسه د فوټبال فدراسیون له خوا د دوی په اړه پرېکړه نه ده شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام