د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ امریکايي رسنیو سره په خبرو کې د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کړنو نیوکه وکړه.
ښاغلي محب وویل، چې زلمی خلیلزاد د سولې خبرو کې د شخصي ګټو په لټه کې دی.
دغه څرګندونې د دې لامل شوې چې د امریکا بهرنیو چارو زوارت د هېواد د ملي امنیت سلاکار څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښيي.
د افغانحکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم د دغو څرګندونو په غبرګون کې وویل، سیاست شخصي مسله او د آماتورو کسانو کار نهدی.
دې سره د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي سلاموطندار ته وايي، د افغانستان سیاسي چارواکي د نړۍ د ورځې سیاسي ادبیاتو سره اشنايي نهلري چې دا موضوع او کورنۍ ننګونې د افغانستان بهرني سیاست کې د بېنظمیو لامل شوېدي.
سیاسي شنونکی اکرم عارفي پهدې باور دی چې افغان چارواکي او ډيپلوماټان د نړۍ د ورځې سیاسي ژبې سره بلدتیا نهلري او د افغانستان بهرنی سیاست هم لهدې اړخه بېنظمیو سره مخ دی.
د ښاغلي عارفي په وینا، بهرني سیاست کې د انسجام نهشتوالی او پراکندګي، د هېواد ترینګلي کورنيو ضعیت کې ریښه لري چې سیاست او ټولې پرېکړې پر ولسمشر متمرکزې شوېدي.
دغه سیاسي کارپوه زیاتوي، د حکومت کې خپلسري د دې لامل شوې چې د بهرني سیاست ټاکلو کې د بهرنیو چارو وزارت رول هم کمرنګه شي.
بل سیاسي کارپوه رحمتذالله پېژنپور سلاموطندار ته وايي، طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو ته په پام، یوه چټکه سیاسي مرحله د رامنځته کېدو په حال کې ده او اړتیا ده چې د سیاست ټول محورونه یو شان عمل وکړي.
د هغه په وینا، بهرني سیاست کې سلیقوي چلند سم نهدی او د حکومت ځېنې چارواکي پرته له دې ـ چې د هېواد وضعیت درک کړي ـ نورو هېوادونو کې خبرې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت دې برخه کې له نظر ورکولو ډډه وکړه او د ملي امنیت شورا د مطبوعاتو مسوولان هم د سلاموطندار راډیو خبریال اړیکو ته ځواب ورنهکړ.
ورته مطالب:
د افغان حکومت د کورني مشروعیت له بحران او نړۍوال ملاتړ له کمېدو سره مخ دی