افغان سندرغاړي دولت ته مالیه نه ورکوي

پر عوایدو د مالیې قانون له مخې ټول هغه اشخاص "حقیقي او حکمي" چې د افغانستان له سرچېنو په داخل او بهر کې ګټه لاس ته راوړي دولت ته به مالیه ورکوي.

خو یو شمېر سندرغاړي بیا وايي، چې له خپلو عوایدو څخه دولت ته مالیه نه ورکوي.

د "نمایشاتو له عوايدو د ثابت مالیاتو " په ۷۳مه ماده کې راغلي دي، هغه اشخاص، چې تفریحي خدمتونه لکه تیاتر، د فلم ننداره، راډیو او ټلویزیون، موسیقي او ورزشي لوبې په هېواد کې دننه نندارې ته وړاندې کوي د ثابتو مالیاتو له مخې به د پلورل شویو ټکټونو له عوایدو ۱۰ سلنه مالیه دولت ته ورکوي.

دغه سندرغاړي په دې باور دي، چې دولت دوی ته معاش نه ورکوي او هیڅ ډول مرسته هم ور سره نه کوي، نو له همدې کبله دوی هم دولت ته له خپلو شخصي عوایدو مالیه نه ورکوي.

سندرغاړی بریالی ولي وايي، چې تر اوسه پورې دولت له دوی څخه مالیه نه ده ټوله کړې.

هغه زياتوي، چې د خپلو چارو له پاره یې له دولت څخه جواز په پیسو اخیستی دی او د جواز پیسې یې د موسیقۍ د زده کړې ریاست ته ور کړي دي.

جاوید خوشنود یوبل سندر غاړی دی.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې دولت په غیر مستقیمه توګه له دوی څخه مالیه اخلي.

خوشنود وايي، چې د چارو پیل له پاره یې له دولت څخه د پیسو په بدل کې جواز تر لاسه کړی دی.

د هغه په خبره، له دوی څخه د دغو پيسو یوه برخه د مالیې له پاره اخیستل شوې وې.

په ورته وخت کې سندرغاړي له حکومت څخه شکایت کوي او وايي، چې په تېرو حکومتونو کې سندرغاړو ته معاش ورکول کېده او اوسمهال هیڅ ډول امتیاز نه لري.

د افغانستان د موسیقۍ د تولید او زده کړې رییس رسول زمري سلام وطندار ته وویل، چې یواځې ۸ سندرغاړي او ۱۷ د موسیقي الې غږونکي له دوی سره ثبت دي.

د مالیې وزارت هم دا مني، چې له سندرغاړو څخه مالیه نه اخلي.

د دغه وزارت پر خبره، زیات شمېر سندرغاړي کاري جواز نه لري او د هغو په وينا تر اوسه د دوی کره ادرس او شمېره هم له دوی سره ثبت شوي نه دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، چې سندر غاړي باید د نورو افغانانو په څېر دولت ته مالیه ورکړي.

دی وايي، چې دوی له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي دي، چې ټول سندر غاړي ثبت او مالیې وزارت ته دې ور وپېژني؛ تر څو د عوایدو له مخې خپله مالیه ورکړي.

له بل لوري یو شمېر کسان له سندرغاړو شکایت کوي او وایي، چې که سندر غاړي مراسمو ته را وبولي ډېرې پیسې ور څخه اخلي.

د دوی پر خبره، هیڅ داسې بنسټ نشته، چې مراسمو او محفلونو ته د سندرغاړو د تګ پیسې و ټاکي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرمان صادر کړ، چې له مخې یې د ټولو مخابراتي شبکو کاروونکي باید ۱۰ سلنه مالیه ور کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام