افغان زده کوونکو د ریاضي په نړيواله سیالۍ کې مډالونه وګټل

دغه سیالي څه موده وړاندې د بلغاریا هېواد له خوا جوړه شوې وه، چې پکې د نړۍ ۲۹ هېوادونو نېږدې ۱۳ زرو ځوانو زده کوونکو ونډه اخیستې وه.

د سياليو په پایله کې د افغانستان کندهار ولایت ۴ زده کوونکو ته د ښې وړتيا پر بنسټ د سرو زرو مډالونه ورکړل شول.

دغه زده کوونکي هلکان او عمرونه يې له ۱۸ کلونو تيټې ښودل شوي دي.

په کندهارکې د افغان ترک لېسې د ریاضي ښوونکی او دسیالیو مسؤل انجینیر معراج الدین هاند وايي، زده کوونکو ځکه لومړي مقامونه ګټلي، چې د ښوونکو تر څنګ یې مور او پلار هم ورسره مرستې کوي.

د نوموړي په وينا دغه زده کوونکي هر یو الهام، ادریس احمد، ریاض احمد او عبدلرشید نوميږي او ټول يې د اووم ټولګي زده کوونکي دي.

یاده دې وي، چې د رياضي نړیواله سيالۍ په انلاین شکل وه او د نړۍ زرګونو زده کوونکي پکې ګډون کړی و.

د سرو زرو مډال ګټونکي الهام او عبدالرشید وايي، خوشحاله دي، چې هڅې يې ښې پايلې ورکړې.

دوی زياتوي، چې دا مهال هېواد تر هر چا د لوستو ځوانانو پوهنیزو هڅو ته ډېره اړتیا لري او ځوانان باید خپل قيمتي وخت ضایع نه کړي.

د افغان ترک لیسې د علمي سیالیو مسؤل انجینیر معراج الدین هاند بیا وايي، چې علمي اکاډمیک مرکزونه د درس تر څنګ د سياليو جوړولو مسؤلیت هم لري، ځکه د نوموړي په وينا په دا شان سیالیو کې د ماشومانو او زده کوونکو ګډون د دوی د علمي کچې د لوړېدو سبب ګرځېدی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د ناامنيو له امله د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې زيات شمېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي او د مخالفو وسله والو له لوري يې ښوونځي تړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام