افغان روزونکې یوسف کارګر هیواد ته راستون شو

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکې یوسف کاګر چې تیره میاشت په کابل کې د نامعلومه وسله والو لخوا ټپي شوی و اوس مهال روغ رمټ دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون دیوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې یوسف کارګر په هندوستان او عربي اماراتو کې له درملنې وروسته بیرته هیواد ته راستون شوی دی.

دیادونې وړ ده چې یوسف کارګر د پاکستان خلاف سیالۍ لپاره له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره په کابل کې په تمریناتو بوخت و؛ خو د کابل په (مکروریانو) سیمه کې خپل کور ته د تګ پرمهال د نامعلومه کسانو له خوا په سر په چړو سخت ژوبل شو.

د یادونې وړ ده، چې دیوسف کارګر په ځای دافغانستان فوټبال فدراسیون څو اونۍ وړاندی ازربایجاني الاصله المانی (سلوان سکېلیجیچ) د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګماره.

د یوسف کارګر په روزنه کې دافغانستان فوټبال ملي لوبډلې په 2013 کال کې د نیپال په کوربتوب سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې دفاعي اتلې (هندوستان) ته ماتې ورکړه او د سویلي اسیا په کچه یې د لومړي ځل لپاره داتلولۍ جام وګاټه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام