افغان حکومت: پاکستان کې مېشت کډوال دې هېواد ته د راستنېدو چمتووالی ونیسي

پېښور کې افغان جنرال کونسل وایي چې په پاکستان کې افغان سفارت هورې د دېره کډوالو استازو ته ویلي د مارچ میاشتې تر ورستیو دې هېواد ته د ورستنېدو چمتووالی ونیسي.

د پاکستان کابینې نږدې یوه میاشت مخکې پرېکړه کړې وه شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال چې د کډوالۍ کارتونو نېټه یې پای ته په رسېدو ده باید د روان کال جنورۍ تر پایه له پاکستانه ووېستل شي.

ځینو پاکستانیو او افغان څېړونکیو هغه مهال د پاکستاني چارواکیو دا پرېکړه سیاسي او ناقانونه بللې وه.

خو په پېښور کې افغان جنرال کونسل معین مرستیال نن سلام‌وطندار ته وویل د پاکستان د کابینې د پرېکړې له‌مخې د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه دې افغان کډوال د وتلو چمتووالی ونیسي؛ نه دا چې ووېستل شي. 

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، په دې اړه افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په پېښور کې د کډوالو استازو ته د افغان حکومت دریځ اعلان او ترې یې وغوښتل چې کډوال دې د مارچ میاشتې تر وروستیو هېواد ته د ورستنېدو له‌پاره ځانونه چمتو کړي.

د مرستیال په وینا کډوالو دوی ته د ورکړل شوي وخت کموالي په اړه اندېښنه وړاندې کړې او ویلي دي، چې په دې موده کې نه شي چمتو کېدلی.

ورته وخت کې په پېښور کې د کډوالو سراسري شورا غړی ملک اول خان میاخېل سلام‌وطندارته وویل، له افغان چارواکیو سره یې خبرې کړي او ډېر ژر به د خیبر پښتونخوا له وزیرعلا پرویز خټک سره وګوري او ترې وبه غواړي چې دغه وخت یو څه زیات تمدید شي.

دغه راز، د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي د دوی او پاکستانيو چارواکیو ترمنځ په دې اړه مخامخ رسمي خبرې نه دي شوي.

دی زیاتوي له دیپلوماتیکو لارو هڅې روانې دي چې د افغان کډوالو راویستلو وخت اوږد شي.

د ښاغلی میاخېل په وینا د کډوالو ستنېدو ته یې د چمتووالی هڅې ګړندۍ کړي دي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو راویستلو پرېکړه هغه مهال وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي کال په خپل لومړي ټویټ کې ولیکل چې پاکستان پر امریکایي مشرانو د ساده ګانو ګومان کړی دی.  پاکستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم له امریکا څه باندې ۳۳ میلیاده ډالر اخیستي خو په مقابل کې یې امریکایان غولولي او له دروغو پرته یې هېڅ هم نه دي ورکړي.

د ښاغلي ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون د پاکستان کابینې پرېکړه وکړه چې د افغان کډوالو کارتونو موده نوره نه غځوي او د جنورۍ تر پایه دې ووېستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام