د افغانستان نوموتی سندرغاړی مومن خان بېلتون نن دوشنبه شاوخوا ۱۱ بجې و مړ.
د بېلتون مړينه د هغه د کورنۍ د غړو له خوا هم تایید شوی دی.
کورنۍ يې وايي، چې نوموړی د ورپېښې ناروغۍ له امله د کابل په یو روغتون کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.
استاد مومن خان بېلتون ۹۵ کاله مخکې په لوګر ولایت کې زیږېدلی وو.
بېلتون له اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ په بستر کې پروت وو.
مومن خان بېلتون د افغانستان د اصیلې موسیقۍ په برخه کې ځانګړی سبک درلود، چې په سلګونه زره مینه وال یې هم درلودل.
له بل لوري، د افغاني موسیقۍ مینه وال د استاد مومن خان بېلتون مړینه د افغانستان د اصیلې موسیقۍ په ډګر کې لویه ضایعه ګڼي.
استاد بېلتون د لوګري موسيقۍ د پياوړتیا او دغې موسیقۍ ته د رنګ ورکولو يو له اصلي محلي سندر غاړو ګڼل کېده.
هغه د استاد دوري لوګري شاګرد پاتې شوی وو.