د مارچ۲۴ هر کال په ټوله نړۍ کې د نري رنځ پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
خو افغانستان داسې مهال له دې ورځې یادونه کوي، چې اوس هم دغه هېواد د نړۍ د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې راځي، چې د نري رنځ کچه په کې لوړه ده.
په همدې اړه د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴) په کابل کې جوړې شوې غونډې ته د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وویل، چې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۸۵ زره کسان پر دې ساري ناروغۍ باندې اخته کېږي.
فېروز زیاته کړه، چې له دغه ۸۵ زره ناروغانو نږدې هر کال له ۱۲ زرو تر ۱۳ زرو پورې مري، چې زیات شمېر هغه یې مېرمنې دي.
د روغتیا وزیر وايي، چې په مېرمنو کې د خوندېتوب کچې ټېټوالی هغوی ته د زیان اړولو ستر لامل دی.
د عام روغتیا وزارت وايي، چې دوي ژمنه کوي "په سږ کال کې به د نري رنځ د درملنې کچه لوړه کړي او له ۸۵ سلنو یې ۹۰ سلنو ته لوړه کړي."
د عام رغتیا وزیر فیروزالدین فېروز غربت، نا مناسب غذایي سسټم او ځېنې نور موارد ددې ناروغۍ د عامل په توګه یاد کړل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانستان په دې برخه کې سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت له کورنیو څخه غواړي، چې د توبرکلوز پر ضد واکسین چې د بي سي جي په نوم یادیږي، خپلو نویو زیږیدلو ماشومانو ته په لومړۍ ورځ ورکړي.
ډاکتران نری رنځ یا توبرکلوز یوه خطرناکه او ساري ناروغي بولي، چې په اسانۍ سره له یو انسان بل انسان ته انتقاليږي.
ډاکتر امید همکار وایي چې بې وزلي، تاوتریخوالی، په کم عمر کې وادونه، درانه کارونه او د چاپیریال ککړتیا ددې لامل شوي چې په افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ کچه لوړه شي.
دغه راز ډاکتر امید همکار کورنیو ته سپارښتنه کوي چې پر دې ناروغۍ باندې اخته وګړي دې باید خپل د خواړو لوښي او بستره له نورو جلا کړي او په دوامداره توګه دې درمل ورکړل شي.