له خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی چارواکي افغانستان کې د رسنیو څېړنیزو چارو په اړه د خپلو موندنو په خپرولو سره وايي، ۸۳ سلنه هغو خبریالانو او رسنیو چې په نظرپوښتنه کې ګډون کړی اطلاعاتو ته نه لاس رسی د څېړنیزو راپورونو د جوړلو په مخکې ستر خنډ ګڼي.
د نی اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وویل، حکومت په یوې ځانګړې تګلارې سره هڅه کوي د څېړنیزو راپورونو برابرولو زمینه رامحدوده کړي او حکومتي سرچینې په بېلابېل ډول سره د اطلاعاتو له ورکړې ډډه کوي.
ښاغلی خلوتګر وايي، په دې نظرپوښتنه کې په کابل کې د ۲۰ رسنیو او په هرات، بلخ، کندهار او جلال اباد کې د ۴۰ رسنیو مسوولانو ګډون کړی و.
د نظرپوښتنې پایله ښيي د رسنیو ۳۰ سلنو مدیرانو ویلي چې اطلاعاتو ته له نه لاس رسي وروسته د څېړنیزو راپورنو تولیدولو په برخه کې د امن او خوندي چاپېریال نه موجودیت دویم ستر خنډ دی.
خو اطلاعاتو ته پر لاس رسي د څار کمېسیون غړی سیداکرام افضلي وايي، اطلاعاتو ته لاس رسی اوس هم یوه ستونزه ده چې زیاتره څېړنیز خبریالان ورسره مخ دي. دی وايي، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون د اوسني قانون پربنسټ باید یوشمېر کمېسیونونه په ولایتونو کې جوړ شي خو تراوسه حکومت دا چاره نه ده کړې.