افغانستان کې د ایډز یوزر او ۸ سوه مثبتي پېښې ثبت شوي دي

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، چې په ټول هېواد کې د ایډز ویروس یوزرو ۸ سوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې له دې شمېر څخه یوزرو ۴ سوه نارینه، ۳۲۷ تنه مېرمنې او ۶۶ ماشومان پرې اخته شوي دي.

فیروز نن د (ډېسمبر په ۱مۍ) د ایډز سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې کې وویل، چې په افغانستان کې پر ایډز اخته کسانو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله کم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۶ میلیونه کسان په دغه ویروس اخته دي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې هر شیبه د دې خطر شته چې په ایډز د اختوو کسانو شمېر زیات شي.

دی وايي، چې اچ، ای وي د همجنس بازي، د پیچکارۍ په وسیله له نشه يي توکو استفاده او د نیانو د ککړشویو وسایلو له لارې روغ انسان ته انتقالیږي.

فیروز وايي، چې د دغه ویروس د مخنیوي له پاره وزارت مشخص پلانونه په پام کې نیولي دي.

په دغه غونډه کې په ایډز اخته شوي ادریس خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې د ده په شان په ایډز اخته کسانو ته په ټولنه کې باید په سپکه او کرکه ونه کتل شي.

ادریس وویل، چې دغه یو ویروس دی او دوی په کوم جرم او ګناه مرتکب نه دي.

ورته وخت کې په هرات ولایت کې د ایډز د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت ډاکټرانو وویل، چې په هرات کې په ایډز اخته کسانو ثبت شوې شمېرې ۱۹۵ تنه دي.

دغه ډاکټران وايي، چې ۱۷۵ تنه نارینه،۱۶ مېرمنې او ۶ نور ماشومان دي.

د نړیوال روغتیايي سازمان  ډاکټرې ایمان چانکای په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې هر کال شاوخوا ۱،۵ میلیونه انسانان د اچ، ای، وي یا ایډز ویروس له امله مري.

مېرمن چانکای وویل، نړۍ کې په اچ، ای وي اخته کسانو شمېر ته په کتو سره په افغانستان کې دغه شمېر ډېر کم دی او باید په ایډز اخته کسانو له پاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ شي.

ایډز د ناپاکې وینې، د نشه يي توکو پیچکارۍ کول، همجنس بازي، د سینګار خونو او روغتونو غیر روغتیايي وسایلو څخه استفاده د اچ، ای، وي د لیږد لامل کیږي.

ډاکټران وايي، چې د وزن کمېدل، نس ناستی او دوامداره ټوخی د دغې ناروغۍ نښانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام