په هرات کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې ۵ او په ټول هېواد کې ۷ ته ورسېدې. دغه پېښې ټولې له ایرانه په راغلیو کسانو کې ثبت شوې دي.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا له ایرانه هېواد ته د کډوالو په وسیله د کرونا ویروس د لېږد خبرداری ورکوي او وايي، هره ورځ له ۷ زرو ډېر کسان له اسلامکلا دروازې هرات ته راځي او ښايي ډېر یې پر ویروس ککړ وي، خو د پولې پر سر یې معاینه کول ناشوني دي؛ ځکه ښايي په وجود کې یې د ویروس نښې څو ورځې وروسته څرګندې شي.
د نوموړي په وینا، هېواد ته له ایرانه د راتلونکیو کسانو شمېر زیات دی او پهکار ده چې دولت یې په لویه کچه په تړاو پرېکړه وکړي.
دغه اندېښنې له هغه وروسته په ډاګه شوي چې په هېواد کې ټولې مثبتې پېښې له ایرانه په راغلیو کډوالو کې وموندل شوې.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست وايي، په تېرو شلو ورځو کې له ایرانه ۳۰ زره کډوال هرات ته راغلي او په وینا یې، پر کرونا ویروس د اخته کېدو له وېرې راستانه شوي دي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د زیات شمېر کډوالو د را ستنېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د اسلامکلا پولې تړل د محلي ادارې واک نه دی، خو دوی به سر له سبا نه ایران ته د تلونکیو افغانانو د ورتګ مخه ونیسي.
هاخوا د بدخشان اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د کرونا خپرېدو په اړه اندېښمن دي او وايي، محلي اداره د ویروس د مخنیوي په برخه کې پام نه کوي.
دوی تور پورې کوي چې هره ورځ لسګونه کسان له ایرانه را ستنېږي، خو د عامې روغتیا ریاست یې هېڅ ډول معاینه نه کوي.
د روغتیا وزارت چارواکي له ایرانه راستنېدونکیو کسانو نه غواړي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه تر راستنېدو وروسته لږترلږه ۱۴ ورځې ځانونه په خپلو کورونو کې قرنطین او که د کرونا ویروس نښې ولري، روغتیايي چارواکي دې خبر کړي.
بلهخوا د سمنګان ولایت د پوهنې مسوولانو په دغه ولایت کې پر کرونا د دوو اخته کسانو د پېښو له ثبتېدو وروسته ټول ښوونیز مرکزونه تړلي دي.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمدجاوېد بشارت هم وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره یې د پلخمري ښار عمومي بندخونې ته د بندیانو د خپلوانو پر ورتګ بندیز لګولی او له هغوی یې غوښتي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.