افغانستان کرکټ ملي لوبډله یوځل بیا په نړیوال سفر ووته

افغان کرکټ ملي لوبډله  ۲۰۱۶ م کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د بیا ځلي رسېدو په موخه د انګلستان تمریني کمپ له پاره دغه هیواد ته ورسېده.

د انګلستان تمریني کمپ ته د روانیدو وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش له کپتان اصغرستانکزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، افغان لوبډله به په انګلستان کې تمریني کمپ ترسره کړي، چې ۲۰ اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو ته به د ښه چمتووالي په موخه ډېر ګټور وي.

دانش ډاډ ورکړ، چې ملي لوبډلې ته یې د ښه چمتووالي په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي او دوی هیلمند دي، چې له نویو او تجربه کاره لوبغاړو جوړه ملي لوبډله به په زړورو ګامونو سره نه یواځې نړیوال جام ته لاره پیدا کړي بلکې د سیالیو د اتلولۍ جام به هم وګټي.

دغه راز د ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي په خبري غونډه کې د کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې ورته یې په انګلستان کې تمریني کمپ برابر کړی دی.

هغه د خپلې لوبډلې مورال لوړ یاد کړ او له مینه والو یی د دوی د بریا له پاره د دعا غوښتنه وکړه.

دغه راز د ملي لوبډلې مل انګلستاني روزونکي انډي مولز، چې د روان کال په سپټمبر کې یې له ملي لوبډلې سره دنده پای ته رسیږي انګلستان ته له روانېدو وړاندې وویل، چې افغان لوبډله د فزیکي او رواني اړخه پیاوړې ده او هره لوبه به د ځانګړې پلان له مخې ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې د انګلستان په یوې اونۍ تمریني کمپ کې د ګډون وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب د ۲۰۱۶م زېږدیز کال شل اوریزه کرکټ نړېوال جام په ټاکنیزپړاو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده، چې د هندوستان په کوربتوب  ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسېدو په موخه نړیوال ټاکنیز پړاو ټورنامنټ به د لومړیو ۲ تمریني سیالیو وروسته په رسمي توګه د جولای میاشتې پر نهمه نیټه پیل او د ۶ غوره لوبډلو په ټاکلو سره د همدې میاشتې په ۲۶ مه نیټه د اتلې لوبډلې په اعلان پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې دغو مهمو سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه د افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی روزنیز کمپ د ۸ ورځو له پاره په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شو.

د ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام په ټاکنیز پړاو لوبو کې به افغانستان په (بي) ګروپ کې له هالینډ، کینیا، کاناډا، عربي امارت، عمان او کوربه سکاټلینډ لوبډلو سره په لیګ بڼه لوبې ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام