د کرکټ نړېوالې شورا له خوا ۲۰۱۶ زېږدیز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د ۱۴ لوبډلو لوبډلویش او مهال ویش اعلان شو.
د مهال ویش له مخې به افغانستان د دې سیالیو لومړۍ لوبه د جولای په ۹ مه نېټه له هالینډۍ لوبډلې سره ترسره کړي.
د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې به راتلونکي شل اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته ټاکنیز پړاو د ۱۴ لوبډلو ترمینځ د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب ترسره شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د سیالیو له پاره ګډون کوونکې لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي، چې پکې به افغانستان په (B) ګروپ کې ولوبېږي.
د کرکټ نړېوالې شورا د لوبډلویش له مخې به افغانستان په لیګ بڼه له هالینډ، سکاټلینډ، کینیا، کاناډا او عمان کرکټ لوبډلو سره لوبې وکړي.
د مهالویش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۹ مه نېټه پېل او د ۱۸ ورځو له پاره به د همدې میاشتې تر ۲۶ مې نیټې روانې وي.
د رسمي سیالیو وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا هرې لوبډلې ته ۲ تمریني سیالۍ هم برابرې شوې دي، چې له مخې به یي افغانستان د جولای په ۶ مه نېټه له جرسي او په ورپسې ورځ په ۷ مه نیټه له هانګ کانګ لوبډلې سره لوبه وکړي.
د کرکټ نړېوالې شورا د پلان له مخې به د هر ګروپ درې مخکې لوبډلې د هندوستان په کوربتوب راتلونکې کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
دیادونې وړ ده، چې تراوسه افغانستان درې ځلې ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د نړېوال ټاکنیز پړاو لوبو څخه لاره پیدا کړې، چې دا ځل به د څلورم پرله پسې ځل له پاره د دغه جام لوبولو هڅه وکړي.