افغان کرکټ ملي لوبډلې د شارجې په کوربتوب د لویو وچو (انټرکانټینینتل جام) په څلور ورځنۍ لوبه کې د " پي، این، جي "کرکټ ملي لوبډلې خلاف ستره بریا ترلاسه کړه او په روانو سیالیو کې له ۷ م مقام څخه ۳ م مقام ته ورسیده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د " پي، این، جي "کرکټ ملي لوبډلې خلاف د لومړیو ۶ امتیازونو بایللو سره سره بیا هم ښکلې لوبه وکړه او سیالۍ یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
د معلوماتو له مخې، چې افغانستان په دغه څلور ورځنۍ لوبه کی د سیالۍ په درېیمه ورځ د لوبې ګټلو په موخه " پي، این، جي " سیالې لوبډلې د ۳۹۰ منډو د غره په څیر ستر هدف ورکړ چې په کې میلمه لوبډله پاتې راغله.
د افغانستان له خوا د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د وروستۍ ورځ په لومړیو څوو اورونو کې د پاپونیوګیني لوبډله یواځې په ۱۸۸ منډو وسوځیده او په ۲۰۱ منډه یې د افغانستان خلاف سترې ماتې ته غاړه ورکړه.
په سیالۍ کې د افغانستان له پاره په دویم وار په دواړو بالینګ او بیټینګ کې افغان لوبغاړي ښه وځلیدل، چې لومړې شهزاد محمدي، حشمت الله شهیدي او اصغرستانکزي سلیزې، خو ګلبدین نایب او میرویس اشرف نیمه سلیزې جوړې کړې، خو په بالینګ کې بیا یامین احمدزي او دافغانستان لپاره لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کوونکي ظاهرخان په وار وار اووه اووه لوبغاړي وسوځول.
په دې سترې بریا سره که څه هم افغانستان د لوبې ټول ۲۰ امتیازونه ترلاسه نه کړی شول، خو بیا هم افغانستان د پاتو ۱۴ امتیازونو په ګټلو سره ۳ لوبډلې شاته پریښودې.
د کرکټ نړیوالې شورا د لویو وچو د وروستۍ درجه بندۍ له مخې افغانستان له ۷ م مقام څخه په روانو سیالیو کې درېیم مقام ته اوچت شو.
تراوسه په روانو لوبو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ۲ سیالۍ ترسره کړي دي، چې سکاټلینډ سره لوبه یې د لومړیو ۶ امتیازونو بایللو وروسته د باران له کبله مساوي شوې ده او په ټولټال ۲۱ امتیازونو سره د ایرلینډ او هالینډ وروسته درېیم مقام کې راغله.
د یادونې وړ ده، چې په روانو لویو وچو جام سیالیو کې ګټوونکي لوبډلې ته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا ستره جایزه اعلان شوې ده، چې د اتلولۍ په ګټلو سره نه یواځې د لسم مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې سره د تګ او راتګ پړاو دوه (چیلینج کپ) ټیسټ لوبې ترسره کړي ترڅنګ به یې په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د یوولسم بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد په توګه وپېژندل شي.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د لسو ټیسټ لوبډلو وروسته انټرکانټینینټل جام څلور ورځنۍ سیالۍ د دویمې درجې مخکښو ۸ لوبډلو ترمینځ ترسره کیږي، چې د دې سیالیو په تاریخ کې تراوسه افغانستان د څه باندې ۸۰ سلنې بریا سره د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې مخکښه لوبډله شمیرل کیږي، چې له ترسره شویو ۱۶ لوبو څخه یې ۱۲ ګټلي یو یې ایرلینډ ته بایللې او درې لوبې یې په مساوي توګه پای ته رسیدلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او " پي، این، جي "کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دغه څلور ورځنۍ لوبه کې افغان لوبڅار احمد شاه پکتین هم د څلورم یا احتیاطي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړه.