افغانستان په شل اوریزه کرکټ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملې لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته میلمه ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۶ ویکټو له ماتې سره مخ کړه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، نننۍ لومړۍ شل اوریزه لوبه د هندوستان په ګریټرنویډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

په سیالۍ کې افغان لوبدلې د ایرلینډ له خوا د ۱۶۶ منډو هدف د لوبې په ۱۸ اورونو کې یوازې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

سمیع الله شینواری په دریم مقام لوبې ته راښکته شو، په سیالۍ کې یې چټکې ۵۶ منډی وکړلې او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

په نننۍ سیالۍ کې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه او د اوپنر لوبغاړي سټیورټ ټامسن د نیمه سلیزې په مټ یی په ۲۰ اورونو کې ۱۶۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له پاره حمزه هوتک ۲ او راشد ارمان بیا د یوې وېکټې په اخیستلو بریالي شول.

د نننۍ سیالۍ مهمه خبره دا هم وه، چې شفیق الله شفق او شاپور ځدران ته د نږدې یو کلن انتظار وروسته په کرکټ ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و.

د ټاکل شوي ستر هدف ترلاسه کولو له پاره نجیب ترکي او شهزاد افغانستان ته غوره پیل ورکړ، چې د ۵ اور په ورستي بال په ۵۱ منډو افغانستان لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ. وروسته د شهزاد او شینواري ترمنځ غوره ملګرتیا وشوه، چې شهزاد په ۴۷ منډو، شینواری په ۵۶ منډو او نبي عیسی خېل په یوې منډې وسوځېد.

شفیق الله شفق په داسې حال کې میدان ته ورښکته شو، چې د افغانستان بریا له پاره یوه منډه په کار وه.

شفق په سترې شپږیزې لوبه د افغان لوبډلې په ګټله پای ته ورسوله.

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په تېرو ۷ کلونو کې د نورو هېوادونو په پرتله زیاتې ۸ نړیوالې شل اوریزه لوبې شوي، چې ۵ افغانستان او یواځي ۳ لوبې ایرلینډ ګټلي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان سفر دویمه شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ ماسپښین ۱ بجه په ګریټرنویډا کرکټ لوبغالي کې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام