دافغانستان له پاره خیرالله لعلزاد هغه لومړی لوبغاړی شو، چې افغانستان ته یې د ۲۰۱۶ م کال سویلي اسیا په ۱۲م پړاو المپیک سیالیو کې د (سروزرو) مډال وګاټه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، لعلزاد د سرو زرو مډال او لومړي مقام ترلاسه کولو له پاره د وشوو لوبې په ۷۵ کیلو ګرامه وزن (فاینل) لوبه کې خپل سرسخت سیال پاکستانی لوبغاړی له ماتې سره مخ کړ.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دهندوستان په کوربتوب د روانو سیالیو په ۵ مه ورځ افغان لوبغاړو ټولټال ۸ مډالونه وګټل.
افغانستان اوسمهال د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو په کتار کې په ۱۵ مډالونو سره دبوتان او مالدیف وړاندې شپږم مقام له ځان سره لري.
په ۱۲ م پړاو سویلي اسیا المپیک سیالیو کی دافغانستان څخه څه باندې ۱۵۰ لوبغاړو په ۱۶ ورزشي رشتو کې برخه اخیستې ده.
په دې سیالیو کې تراوسه افغان لوبغاړو ۱ د سرو زرو ، ۳ د سپینو زرو او ۱۱ د زیړو مډالونه ترلاسه کړیدي.
په دې سیالیو کې ګډون کوونکي د ۸ هیوادونو افغانستان ، هندوستان، بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان، نیپال ، بوتان او مالدیف سلګونه لوبغاړي په ۲۳ بیلا بیلو ورزشي رشتو کې لوبې کوي.
اوسمهال په روانو سیالیو کې کوربه هندوستان په ۲۲۲ مډالونو سره لومړی، سریلانکا دویم ، پاکستان درېیم ، بنګله دیش څلورم او نیپال بیا پنځم مقام لري.
د سویلي اسیا المپیک سیالۍ هر ۴ کاله وروسته په یوه غړي هیواد کې ترسره کیږي چی په کې افغانستان د درېیم ځل له پاره ګډون کوي.