د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د فوټبال په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د یو تاریخي پرمختګ سره له لسګونو هېوادونو مخکې شوې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د نړۍ ۵۷ م مقام ته رسیدلې ده.
د فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له دې کبله په نړیواله درجه بندۍ کې ریکارډي پرمختګ کړی، چې د تیرې میاشتې په اسیایي سیالیو کې ښه ولوبیده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ویتنام په ساحلي سیالیو کی ولوبیده چې د لومړي ځل لپاره (سیمي فاینل) ته ورسیده.
د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې په ۱۵۸ امتیازونو سره له ۵۰ هیوادونو وړاندې شوې ده او د ساحلي فوټبال سیالیو په تاریخ کې ترټولو اوچت د نړۍ ۵۷ م مقام او په اسیایي کچه ۱۱ م مقام ته رسیدلې ده.