د افغانستان د تکواندو ۴ مشهورو لوبغاړو و نه شو کړی، چې د فلپين په کوربتوب ۲۰۱۶ م ز کال المپیک سیالیو ته لاره پيدا کړي.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې د افغانستان وروستۍ هیله د تکواندو لوبې مشهور لوبغاړي روح الله نېکپا ته وه، چې هغه هم نن یکشنبه د (اپرېل ۱۷مه) په ۶۸ کیلو ګرامه وزن او کوارټرفاینل پړاو لوبه کې د منګولیایوي سیال پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د منګولیا هېواد لوبغاړي روح الله نېکپا ته د ښې لوبې وروسته ماتې ورکړه او المپيک سیالیو ته يې د نېکپا مخه ونیوله.
د برازیل په کوربتوب المپیک سیالیو ته د تکواندو لوبې اسیایي ټاکنیز پړاو سیالۍ د ۲ ورځو له پاره د فلیپین په هېواد کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان په ګډون د ۳۶ هېوادونو څخه ۹۸ لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان ته په ۲۰۰۸ ز او ۲۰۱۲ ز کلونو المپیک سیالیو کې د (برونزو) مډال ګټوونکي لوبغاړي روح الله نېکپا په روانو سیالیو کې لومړۍ لوبه له عماني لوبغاړي ګټلې وه.
همدارنګه په نورو سیالیو کې نیلا احمدي په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې د اندونیزیاوۍ لوبغاړې پر وړاندې او محمود حيدري بیا په ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې د تایلینډي سیال پر وړاندې ماتې وخوړلې او له مخکې تګ بې برخې شول.
له دوی وړاندې سمیه غلامي د ۴۸ کیلو ګرامه وزن په لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ لوبغاړې پر وړاندې بریا خپله کړې وه، خو په کوارټرفاینل لوبه کې د چاینیزټایپي هېواد لوبغاړې پر وړاندې یې ماتې وخوړه او له المپیک سیالیو څخه پاتې شوه.
په دې ماتې سره له افغانستانه ۲ نارینه او ۲ ښځینه تکواندو لوبغاړو و نه شو کړی ، چې المپیک سیالیو ته د لارې موندنې له پاره اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو کې مخکې تګ ته لاره هواره کړي.
د افغانستان تکواندو لوبې مشهوره لوبغاړي په داسې حال کې د برازیل نړېوالو المپیک سیالیو ته له رسېدو څخه پاتې کیږي، چې څو اونۍ وړاندې د لېږل شویو لوبغاړو د انتخاب په اړه په کابل کې لاریونونه هم شوي وو او لامل یې هم دا و، چې د افغانستان المپیک ملي کمېټې له خوا بغیر له کومې ازموینې او یوازې د خپلوۍ له مخې نړیوالو سیالیو ته لېږل شوي دي، چې پایله هم ناکامي وه.
ټاکل شوې ده، چې د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ م ز کال سترې المپیک سیالۍ د روان کال اګست میاشتې پر ۵ مه نیټه په پلازمېنه "ریو" کې پېل شي، چې په کې به د ۱۵۸ هېوادونو څخه نږدې ۱۰ زره لوبغاړي برخه ولري او د همدې میاشتې پر ۲۱ مه نېټه به پای ته ورسېږي.