د پاکستان په کوربتوب درېیم پړاو اسیایي «کبډي» سیالۍ نن (دوشنبه د می پر ۲مه) د ياد هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې پیلېږي.
د پاکستاني رسنیو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په نننۍ سیالیو کې پاکستان له ایران سره، هندوستان له سریلانکا او افغانستان له نیپال لوبډلې سره د کبډي لوبې کوي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او نیپال کبډي ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ نن شپه د افغانستان پر وخت" ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې" د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي.
دغه راز افغانستان به دویمه لوبه سبا شپه ۸ نیمې بجې له هندوستان سره، درېیمه لوبه د روانې میاشتې پر ۴ مه نېټه ماښام ۷ بجې له کوربه پاکستان سره، څلورمه لوبه د همدې میاشتې پر ۵ مه نېټه د شپې ۹ بجې او ۵۰ دقیقې له سریلانکا سره او وروستۍ لیګ لوبه پر ۶ مه نیټه ماښام ۷ بجې له ایرانۍ لوبډلې سره وکړي.
د پاکستاني رسنیو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د تېرې اپریل میاشتې په ۲۷ مه نېټه پلان شوې وې، خو هغه مهال د پاکستان په ملي ورزشي ټلویزیون د پاکستان د کورني کرکټ سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپریدلې، چې پرون د خېبر پښتونخوا لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا وچې ۷ کبډي ملي لوبډلې پاکستان، هندوستان، سریلانکا، نیپال او ایران برخه لري.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست وایي، چې د افغانستان ۱۵ کسیزه کبډي ملي لوبډله په دې سیالیو کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته رسېدلې ده.
دغو سیالیو ته د مالیزیا، اذربایجان او بوتان کبډي ملي لوبډلې هم وربلل شوې؛ خو د نامعلومو دلایلو له کبله یې په سیالیو کې برخه وا نه خیستله.
درېیم پړاو اسیایي کبډي سیالۍ به د روانې میاشتې تر ۶ مې نېټې روانې وي، چې په کې کوربه پاکستانۍ لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.
لومړی پړاو اسیایي کبډي سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۸ ز کال کې شوې، چې هندۍ کبډي ملي لوبډلې په کې د اتلولۍ جام ګټلی و.