ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ م زيږديز کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه افغان فوټبال ملي لوبډله نن د اسیا ټاکنیز پړاو دویمه لوبه ترسره کړي.
د فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه لیکي، په پام کې ده، چې د افغانستان او کمبودیا فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د نن ورځې سیالۍ د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ بجې ترسره شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د نن ورځې سیالۍ به د کمبودیا په پلازمینه (پنوم پن) المپیک لوبغالي کې ترسره شي.
د فوټبال خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان کپتان جلال الدین شریعتیار له روزونکي سلوان سکېلیزیچ سره په یوه خبري غونډه کې د نن ورځی سیالۍ له پاره د افغان فوټبال ملي لوبډلې په چمتووالي خوښ دی.
د شریعتیار په وینا، د کمبودیا خلاف لوبې ته یې د سوریه لوبډلې خلاف د سترې ماتې څخه پوره زده کړه کړې ده او د روزونکي ټولې لارښوونې به عملي کړي.
دغه راز افغان روزونکي سلوان وویل، چې ښایي د فوټبال ملي لوبډلې تکړه ګول ساتوونکې منصورفقیریار د کمبودیا خلاف د نن ورځې په سیالۍ کې د ټپونو له کبله ونه لوبیږي او په سیالۍ کې به کمبودیایي زرګونه نندارچېان هم په افغان لوبډلې ډیر فشار وي.
د یادونې وړ ده، چې د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ م زېږدیز کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د اسیا په (اې) ګروپ کې دواړو افغانستان او کمبودیا لومړۍ لوبې بایللې دي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ایران په کوربتوب تیره اونۍ ۰-۶ سوریه ته او کمبودیا بیا په خپل کوربتوب ۰-۴ سنګاپور نه ماتې خوړلې ده.
د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې د کمبودیا خلاف په مخکېوالي سره ذهني لوړوالې هم لري، چې افغانستان ۱۵۱ م خو د اسیا په کچه کمزورې کمبودیایۍ فوټبال ملي لوبډله بیا ۱۷۸ م مقام له ځان سره لري.
په همدې حال کې افغان فوټبال فدراسیون هم د سوریه خلاف د افغانستان په ستره ماتې له مینه والو بښنه غوښتې او په راتلونکو سیالیو کې یې له افغان فوټبال مینه والو څخه د خپلې ملي لوبډلې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.