ټاکل شوېده د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن دوشنبې د (مارچ پر ۲۸مه) ناوخته مهال په یوه مهمه غوراوي پړاو فوټبال سیالۍ کې د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې پر خلاف سیالي کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، نننۍ سیالۍ د افغانستان پر وخت د ماښام ۶ نیمې د تاجکستان پلازمیني دوشنبې په پامیر فوټبال لوبغالي کې کېږي.
دغه سیالۍ د ۲۰۱۹کال اسیایي فوټبال جام ته د اسیا درېیم پړاو ټاکنیزو سیالیو په چوکاټ کې کېږي، چې کوربتوب یې افغانستان په غاړه لري.
افغان فوټبال ملي لوبډله په داسې حال کې د ویتنام له فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ ته وځي چې تېره اوونۍ یې په یوه نړیواله دوستانه سیالۍ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سنګاپور ته ۲ د یو ګول په مقابل ماته ورکړه.
افغان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لهپاره د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال اسیایي سترو فوټبال جام سیالیو ته د رسېدو په موخه په درېیم پړاو غوراوي سیالیو کې لوبېږي.
افغانستان دغو سیالیو ته د لارموندنې په موخه په (سي) ګروپ کې له ویتنام، اردن او کمبودیا فوټبال ملي لوبډلو سره مخامخ دی، چې د تګ او راتګ پړاو لوبی به وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، نننۍ فوټبال سیالۍ به د یو افغان تلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
د فوټبال فدراسیون زیاتوي، افغان فوټبال ملي لوبډلې دې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی او په لوړ مورال سره به میدان ته کوزه شي.
وايي، چې د دې سیالیو په دوام به افغان فوټبال ملي لوبډله په جون کې د کمبودیا فوټبال ملي لوبډلې مېلمنه وي، چې له دې وروسته به بیا په سپټمبر کې د اردن پر خلاف سیالۍ ته همدې هېواد ته سفر وکړي، ورپسې به اکتوبر کې له کمبودیا سره په خپل کوربتوب ولوبېږي او د سږکال په نومبر کې به د ویتنام پر خلاف راتګ پړاو لوبې ته دې هېواد ته ورشي.
اوسمهال افغان فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۵۶م خو ویتنامۍ فوټبال ملي لوبډله بیا له افغانستانه مخکې په ۱۳۶م مقام کې ده.
اسیایي فوټبال جام ته په درېیم پړاو غوراوي سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۲۴ اسیایي لوبډلې ګډون لري، چې په ۶ ګروپونو کې لوبېږي او ۱۲ لوبډلې به ترې د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال فوټبال سترو اسیایي جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.