افغانستان له یوې مهمې لوبې مخکې په کرکټ کې ماته وخوړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې هغه ادعا نیوزیلینډ غلطه ثابته کړه، چې د روان ۱۱ م پړاو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د ګټلو له پاره یې کړې وه.

د نیوزیلینډ هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۲ مه پنځوس اوریزه لوبه کې په ۱۳ منډو افغانستان ته ماته ورکړه.

افغانستان که څه هم د ظاهرخان د ۵ وېکټو په مټ لومړۍ سیاله لوبډله په ۲۱۲ منډو وسوځوله خو په ځوابي لوبه کې په خپله په ۱۹۹ منډو وسوځېده.

افغانستان به اوس د پیلیدونکي ۵۰ اوریزه ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو رسمي لوبې په داسې حال کې پیل کړي، چې له ۲ تمریني لوبو څخه د ایرلینډ خلاف ۱ بریا او د نیوزیلینډ خلاف ۱ ماته په خپل نوم ثبت لري.

ټاکل شوې ده، د رسمي تمریني سیالیو وروسته د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۷ مه نېټه د بنګله دېش په کوربتوب د ۱۹ کلنو ۱۱ م پړاو کرکټ نړیوال جام سیالۍ پیل شي.

د بنګله دېش په کوربتوب پیلیدونکي ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې به سویلي افریقه له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به په خپله لومړۍ لوبه کې له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ووځي.

په دې جام کې به افغانستان په خپل ګروپ کې له سریلانکا او کاناډا ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

دا سر په سر څلورم ځل دې، چې د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو په کرکټ نړیوال جام سیالیو کی ګډون کوي.

افغانستان به دا ځل نه یواځې د خپل تېر۷ م مقام څخه دفاع کوي؛ ترڅنګ یې د مخکې تګ ټټر او ان د اتلولۍ جام ګټلو تمه هم ښودلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام