افغانستان له حبیب بانک کرکټ لوبډلې ماتې وخوړه

د افغانستان پرمختیایي او حبیب بانک لوبډلو ترمنځ د ۴ پنځوس اوریزو لوبو لړۍ تېره ورځ په کابل-الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کی پیل شوه.

د مېلمنې لوبډلې اوپنر بیټسمین امام الحق د لوبې له پیله تر پایه د افغان بالرانو په وړاندې تسلیم نه شو او په ۱۸۱ منډو ناسوځېدلی ستون شو.

د نوموړي د دې تاریخي لوبې په له امله د پاکستان حبیب بانک لوبډلې افغان پرمختیایي کرکټ لوبډلې ته په لومړۍ سیالۍ کې په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې حبیب بانک لوبډلې په لومړي اور سره د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو په پوره ۵۰ اورونو کې ۲۹۹ منډې جوړې کړې.

په ځوابي لوبه کې افغان لوبډلې وار په وار لوبغاړي له لاسه ورکړل، چې ټوله لوبډله په ۴۵ م اور کې په ۲۴۳ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له پاره په توپ اچونه کې فرید احمد ۳ لوبغاړي وسوځول؛ خو په بیټینګ کې یوازې رحمت شاه زرمتي په نیمه سلیزه ۵۸ منډو جوړولو بریالې شو، خو د دې له هڅو سره بیا هم د دوی لوبډله هدف ته ونه رسېدله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني روزونکي انضمام الحق خوریې امام الحق په بهترینې لوبې سترې سلیزې سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغان پرمختیایي کرکټ لوبډلې کپتاني یو ځل بیا نجیب الله ځدران او د پاکستان حبیب بانک لوبډلې کپتاني د تېرو سیالیو په څېر ټیسټ کرکټر عمران فرحت کوله.

ټاکل شوې ده، د روانې لړۍ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه به د راتلونکې سه شنبې پر ورځ په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې وشي، چې د یو افغاني ټلوېزیون په پرده په ژوندۍ بڼه مینه والو ته ښودل کېږي.

د دواړو افغان پرمختیایي او پاکستان حبیب بانک لوبډلو ترمنځ د ۲ څلور ورځنیو سیالیو لړۍ او د اتلولۍ جام بیا افغان کرکټ لوبډلې ۱ د ۰ بریا په وړاندې ګټلې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام