د مرکزي اسیا ۱۶ کلنو فوټبال سیالیو په وروستۍ لیګ لوبه کې افغان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې قرغزستان فوټبال ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، افغان لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د یوې په زړه پورې او یو اړخیزې لوبې وروسته د ګولونو څخه په ډکه لوبه کې ۴ د ۰ ګول په وړاندې د قرغزستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو دویم مقام یې وګټلو.
د مرکزي اسیا ۱۶ کلنو لومړی پړاو ټورنامنټ د اوزبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوی چې په کې د افغانستان په ګډون ۴ هېوادونو اوزبکستان، تاجکستان او قرغزستان ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلو برخه اخیستې وه.
د دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې افغان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته ۴ د ۱ ګول په وړاندې د کوربه لوبډلې اوزبکستان په وړاندې ماتې خوړلې وه خو دویمه لوبه کې یې د تاجکستان لوبډله ۱ د ۰ ګول په وړاندې له ماتې سره مخ کړې وه.
که څه هم افغان ۱۶ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د دویم مقام په خپلولو سره د اتلولۍ جام ترلاسه نکړای شو خو د سیالیو د تنظیموونکو له خوا د اخلاقو کپ جایزه افغان لوبډلې ته ډالۍ شوه.
د یادو سیالیو په پای کې اوزبکستان د ۳ بریاوو وروسته لومړی، افغانستان په دوه بریاوو او یوی ماتې دویم، تاجکستان دریم او قرغزستان لوبډلې بیا د دې سیالیو وروستی څلورم مقام ترلاسه کړ.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې وړاندې په سویلي اسیا زون کې لوبیدلی خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې افغان فوټبال فدراسیون په نوي جوړ شوي مرکزي اسیا زون کې د لوبیدو پرېکړه کړېده ده.
د مرکزي اسیا زون په لومړي پړاو کې د افغانستان ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې هم د بهترینه لوبو په مټ سیالانو ته په ماتو ورکولو سره لومړی مقام ګټلی و.