سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې چې په لومړۍ سیالۍ کې یې له نیوزیلینډ لوبډلې ستره ماتې خوړلې وه دافغانستان خلاف هم د بریا ترلاسه کولو په موخه دسختې مقابلې سره مخ شوه خو بریالۍ ووته.
د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوام نن افغانستان له سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې سره لوبه د نیوزیلینډ په (ډونیډن) لوبغالي کې ترسره کړه چې ورته زیات شمیر افغان مینه وال هم راغونډ شوي وو چې د سلام وطندار په څپو د افغانستان په ګوډ ګوډ کې کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه هم خپره شوه.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې چې په ننۍ سیالۍ کې افغانستان ته د سریلانکا له خوا دلومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه، چې په کې دافغانستان لوبډله د اصغرستانکزي د ۵۴ منډو په مټ په وروستي اور کې په ۲۳۲ منډو وسوځیده.
ددې هدف ترلاسه کولو له پاره د سریلانکا پیل د افغانستان په ګټه خواشینوونکی و، چې تر ۵۱ منډو یې خپل لومړي ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړه؛ خو له هغې وروسته سریلانکا ښکلې لوبه وکړه.
سریلانکا د مهیلا جی وردني د ۱۰۰ منډو په مټ ټاکل شوی هدف دلوبې په ۴۹ م اور کې د افغاني بالرانو د ښکلې مقابلې وروسته د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
د افغانستان له پاره حمید حسن په ۳ ویکټو اخیستلو ترټولو مخکښ بالر و.
حمید حسن د دوهمې درجې کرکټ لوبغاړو په کتار کې لومړی بالر شو، چې له نورو بالرانو وړاندې یواځې په ۲۹ نړیوالو لوبو کې ۵۰ ویکټې ترلاسه کوي.
دغه راز په دې سیالۍ کې اصغرستانکزی د افغانستان له خوا یواځینی بالر شو چې په نړیوال کرکټ کې ۵ مه نیمه سلیزه جوړوي او لومړی لوبغاړی شو چې د نړۍ د 8 مخکښو لوبډلو خلاف دوهمه نیمه سلیزه ترلاسه کوي.