د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د څلورم ځل له پاره په یوه دوه اړخیزه کرکټ لړۍ کې له کوربه لوبډلې زمبابوې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغان کرکټ ملي لوبډله له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په زمبابوې کې ده او د سبا ورځې لومړۍ نړیوالې ۵۰ اوریزه لوبې له پاره بشپړ چمتووالی لري.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخی، د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د افغانستان په وخت د ورځې ۱۲ بجې پیل شي.
افغان کرکټ ملي لوبډله له تېرو ۳ کلونو راهیسې په بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې برلاسې ده، چې په ترسره شویو ۳ لړیو کې ۲ افغانستان ګټلي او لومړی لړۍ یې برابره پای ته رسېدلی وه.
د سبا ورځی سیالۍ له پاره افغان لوبډلې په تمریني سیالۍ کی ښه تمرین وکړ، چې د حشمت، نورعلي، نبي عیسی خېل او رحمت شاه زرمتي د ښه ځلېدو ترڅنګ کپټان اصغرستانکزي هم سلیزه جوړه کړه.
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تراوسه ۱۴ نړیوالې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره شوي، چې ۸ افغانستان او ۶ بیا زمبابوې ګټلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو سیالیو کې نبي عیسی خېل د یوې سلیزې په جوړولو په ۴۶۵ منډو مخکښ بېټسمین او دولت ځدران په همدومره لوبو کې په ۲۴ ویکټو مخکښ بالر دی.
دغه دواړه لوبغاړي اوسمهال د افغانستان له پاره په نړیوال کرکټ کې مخکښ منډه جوړونکی او بالر هم شمېرل کېږي.
د افغانستان خلاف د زمبابوې مخکښ بېټسمین اوپنر همیلټن مساکدزا د افغانستان خلاف پیلیدونکو سیالیو ته نه دی اخیستل شوي، چې د منډو جوړولو ډېره تکیه به په سکندر رضا او ګریک ایرون وي.
افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د لړۍ دویمه لوبه د فېبرورۍ په ۱۹، درېیمه په ۲۱، څلورمه په ۲۴ او وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه د فېبرورۍ په ۲۶ نېټه ترسره شي.
د زمبابوې خلاف د افغانستان بریاوې د ۵۰ اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان اوسنی ۹ مقام نور هم پوخ کولای شي؛ خو که زمبابوې له افغانستان څخه د دې لوبو لړۍ وګټي، نو له افغانستان څخه د ۹ مقام نیولو چانس لري.
پلان شوې ۵ واړه سیالۍ د یو کورني تلویزیون ترڅنګ د سلام وطندار راډيو په څپو هم کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه خپریږي.