ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د کورني کرکټ یوه مخکښه "حبیب بینک" کرکټ لوبډله راتلونکې اوونۍ د ۶ بېلا بېلو کرکټ سیالیو له پاره د لومړي ځل له پاره افغانستان ته راشي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې به پاکستانۍ لوبډله د روانې (می) میاشتې په ۱۴ مه نیټه کابل ته راشي او د همدې میاشتې په ۱۷ مه نیټه به له افغان پرمختیایي کرکټ لوبډلې سره په "کابل-الکورزي" کرکټ نړیوال لوبغالي کې ۶ سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې د دواړو افغانستان پرمختیایي او پاکستان حبیب بینک لوبډلې ترمنځ سیالۍ به په ۲ څلور ورځنیو سیالیو پیل او په ۴ پنځوس اوریزه لوبو به د "جون" میاشتې په ۴ مه نیټه پای ته ورسیږي.
تراوسه افغان کرکټ بورډ دغو سیالیو ته خپله لوبډله نه ده اعلان کړې، چې اوسمهال په کابل کې الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د مشر روزونکي پرته په تمریناتو بوخته ده، خو په اعلان شوي پاکستانۍ حبیب بینک لوبډله د عمرګل او عثمان شینواري په څیر مشهوره لوبغاړي شامل دي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولې لیکلي، دا به لومړی ځل وي، چې په نړیوالو معیارونو برابر د کابل الکوزي کرکټ لوبغالی به د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربتوب کوي.
د نوموړي په وینا، چې افغان کرکټ مینه وال به دغه سیالۍ په لوبغالي کی دننه او هم په کورونو کې د ټلویزیون له لارې هم ننداره کړي او تمه لري په افغانستان کې به د کرکټ په وده او د کرکټ مینه والو په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي"سیلیکشن" کمیټې مشر دولت احمدزي ویلي، چې که د سیالیو پایله هرڅه وي، خو څو نوي تکړه ځوان کرکټران یې په نښه کړي، چې د حبیب بینک لوبډلې خلاف به د افغانستان په استازیتوب ولوبول شي.
افغان کرکټ بورډ وایي، چې ټاکل شوې ده د حبیب بینک لوبډلې خلاف سیالیو ته به دافغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډله د چهارشنبې په ورځ د (می) په ۱۱ مه نیټه اعلان کړي.
داسې بریښي، چې د حبیب بینک لوبډلې خلاف سیالیو کې به د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې کپتاني د ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزی پر غاړه ولري.
ستانکزي ویلي، چې حبیب بینک یوه تجربه کاره لوبډله ده او مشهوره لوبغاړو سره کابل ته راځي، خو دوی به کوښښ وکړي، چې یاده لوبډله را ایساره او ماتې ورکړي.