پاکستاني رسنۍ وایي، چې ښایي پخوانی پاکستانی کپټان سلمان بټ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د اسټرالیا خلاف سیالیو ته غوره شي.
د "اردو پواینټ" ویبپاڼې د راپور له مخې، په ټیسټ کرکټ کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د اوپنینګ ستونزې لري او ښایي سلمان بټ بېرته پاکستانۍ ملي لوبډلې ته راستون شي.
د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې هیڅ یوه اوپنر بیټسمین تراوسه د انګلستان خلاف په ترسره شویو ۳ ټیسټ لوبو کې په سلیزې جوړولو بریالی شوی نه دی او د دې لوبډلې د کپتان او روزونکې ډلې ستونزې یې زیاتې کړي دي.

سلمان بټ په ۲۰۱۰ م ز کال کې د انګلستان په سفر کې د محمد اصف او محمد عامر ترڅنګ د پیسو په بدل کې درغلي وکړه، چې د ۱۰ کلن کرکټ بندیز سره مخ شوی وو.
سلمان بټ د افغانستان کرکټ بورډ له خوا روانه اوونۍ د ۱۰ زرو امریکایي ډالرو په بدل کې د ۷ نورو پاکستاني لوبغاړو ترڅنګ په ۴ م پړاو شپږیزه شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه افغانستان ته راغی.
هغه اوسمهال د میرویس اشرف په کپتانۍ کې د امو نهنګان لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې په لومړۍ لوبه کې يې نیمه سلیزه جوړه کړه، خو په پوره ۲۰ اورونو کې یې لوبډله هدف ته و نه شوای رسولای.
د پاکستان اردوپواینټ د راپور له مخې، سلمان بټ په همدې موخه په دې وروستیو کې د پاکستاني کرکټ بورډ د ټاکوونکي ډلګۍ له مشر انضمام الحق سره هم لیدنه کړې ده.







