افغان کرکټ ملي لوبډلې د هانګ کانګ خلاف د خواشینوونکې ماتې وروسته دعمان خلاف په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندی کړه او بریا یې خپله کړه.
په روان کال د عمان خلاف په ۳ شل اوریزو لوبو کې دا د افغانستان دویمه بریا وه.
د نن ورځې سیالۍ د عربي اماراتو په ابوظبۍ کرکټ نړیوال لوبغالي کې وشوه، چې اصغرستانکزي د پچې ګټلو وروسته عمان ته د هدف ټاکلو پرېکړه وکړه.
د افغانستان له پاره ځوان لوبغاړي عثمان غني ښه ولوبه وکړه، چې د ۶۹ منډو په مټ یې افغانستان عمان ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاګه.
دغه راز کریم صادق په ۲۶ منډو د عثمان غني وروسته دویمه ښه لوبه وکړه.
د هدف ترلاسه کولو له پاره عمان په پرلپسې ډول وېکټې له لاسه ورکړې او هدف ته د رسېدو وړاندې په ۱۳۲ منډو وسوزېده او په ۲۷ منډو یې ماتې ته غاړه کېښوده.
د افغانستان له پاره د هدف په دفاع کې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کوونکي چپ لاسي تېزبالر سېد شېرزاد غوره بالینګ وکړ، چې په ۳ اورونو کې یې د ۱۶ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي وسوزول خو روښان بارکزي، یامین احمدزي او سمیع الله شینواري بیا دوه – دوه وېکټې ترلاسه کړې.
د سېد شېرزاد ترڅنګ یامین احمدزي هم دعمان خلاف نن د خپل نړیوال کرکټ لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه.
افغانستان په لومړۍ بریا سره د عمان خلاف د روانو ۲ شل اوریزه لوبو په سېریز کې ۱ د ۰ بریا په وړاندې مخکیوالۍ ترلاسه کړ.
ټاکل شوې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د روان سفر وروستۍ شل اوریزه لوبه سبا په همدې ابوظبي کرکټ نړیوال لوبغالي کې تر سره شي.
د کرکټ بورډ له خوا خپرې شوې خبرپاڼې د چیرمین نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د بریا له کبله د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي او یادونه یې کړې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د هندوستان په کوربتوب د راتلونکې ۲۰۱۶ ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ښه تیاریو په درشل کې دی.