افغانستان د ویسټ انډيز خلاف سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن په یوې خبري غونډه کې د ویسټ انډيز سفر له‌پاره د ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه لوبو جلا لوبډلې اعلان کړلې.

که څه هم لوبډلې ته د یو کلن او ۶ میاشتني ځنډ وروسته د میرویس اشرف او حمید حسن ورتګ تمه کېدله؛ خو دواړه په هېڅ لوبډله کې نه دي غوره شوي.

برید کوونکی بېټسمین نجیب الله ځدران بیا له ۵۰ اوریزه لوبډلې لرې شوی او یوازې په ۲۰ اوریزه لوبډله کې غوره شوی دی؛ خو حشمت الله شهیدي بیا له دواړو لوبډلو کېنول شوی دی.

همدارنګه د کرکټ نړیوالې شورا او افغان کرکټ بورډ د بندیز سره مخ شهزاد محمدي، نجیب الله ترکی او افتاب عالم به هم د ویسټ انډیز خلاف سیالیو کې موجود نه وي.

غوراوي کمېټې بیا دواړو سیالیو ته په غوره شویو لوبډلو کې د وېکټ ساتنې دندې برید کوونکي بېټسمین شفیق الله شفق ته سپارلي او مسلکي وېکټ ساتوونکی افسرخان ځاځي بیا یوازې د ۲۰ اوریزه لوبو احتیاطي لوبغاړی غوره شوی دی.

د لومړیو ۳ شل اوریزه لوبو له‌پاره د کپتان اصغرستانکزي ترڅنګ نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي او عثمان غني د اوپنرانو په توګه غوره شوي دي.

همدارنګه په یاده لوبډله کی سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، نبي عیسی خېل، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، شاپورځدران، راشد خان ارمان، حمزه هوتک، کریم جنت، فرید ملک او د ولت ځدران شامل دي.

دغه راز د یو ورځنیو سیالیو له‌پاره بیا له ۲۰ اوریزه لوبډلې یوازې ۲ لوبغاړي کریم جنت او نجیب الله ځدران کېنول شوي او ځای یې منځني بېټسمینانو رحمت شاه زرمتي او ناصر جمال ته ورکړل شوي دي.

د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل خبري غونډه کې وویل، ویسټ انډیز تجربه لرونکي لوبغاړي لري او له همدې کبله افغانستان هم هڅه کوي د یادې لوبډلې خلاف تجربه لرونکي لوبغاړي ولوبوي.

د منګل پر وینا، افغان کرکټ ملي لوبډله به د مې پر ۱۱ هند ته سفر وکړي او هلته به ۱۵ ورځني تمریناتي ولري؛ ترڅو سیالیو ته نور هم چمتو شي او بیا به د ویسټ انډیز پر لور ولاړ شي.

دغه لوبغاړي به د جون پر ۲مه له ویسټ انډیز سره د ۳ شل اوریزه لوبو لومړۍ سیالي وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام