افغانستان د موې تاې په نړیوالو سیالیو کې ۳ د سرو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان موی تاې ملي لوبډلې د تایلینډ په کوربتوب موې تاې نړیوالو سیالیو کې ښکلې لوبې وکړې او ۴ مډالونه یې وګټل.

د افغانستان بدني روزنې له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د افغانستان موې تاې ملي لوبډلې ۳ د سرو زرو او ۱ د سپینو زرو مډال وګاټه.

خبرپاڼه لیکي چې په دې سیالیو کې د افغانستان له پاره ابراهیم حیدري ، عبدالله امیري او جواد غلجایي د سرو زرو خو محمد یوسف جهانګیر بیا د سپینو زرو مډال وګاټه.

"د افغانستان بدني روزنې ریاست د خپلو ملي موې تاې اتلانو په لاسته راوړنو ویاړي چې په کمو امکاناتو کې یی په سیالیو کې د افغانستان بیرغ رپانده وساته."

دیادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې دافغانستان له پاره ابراهیم حیدري په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې هندي، قزاقستاني او بیا هانګ کانګي لوبغاړو ته ماتې ورکړې او د خپل وزن اتل شو.

دغه راز عبدالله امیري په ۵۱ کیلو ګرامه وزن کې ترکي، هانګ کانګي او اندونیزیايي لوبغاړو ته په ماتو ورکولو سره د خپل وزن اتل اعلان شو او دریم افغان لوبغاړِِي جواد غلجایي و چې په ۶۴ نیم کیلو ګرامه وزن کې خپلو اندونیزیایي، مراکو، بلجیم او مالدیفي سیالانو ته په پرله پسې ماتو ورکولو سره لومړي مقام او د سرو زرو مډال افغانستان ته وګاټه.

د خبرپاڼې له مخې محمد یوسف جهانګیر بیا په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې سویتزرلینډي، ترکی، امریکایي او جاپاني سیالانو ته په ماتو ورکولو سره فاینل ته ورسید او د سرو زرو مډال ګټلو په سیالۍ کې د فرانسوي سیال په وړاندې له ماتې سره مخ شو.

دیادونې وړ ده چې د موی تاې نړیوالې سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۱۳ مه نیټه د تایلینډ په پلازمینه بنکاک کې پیل شوې او نن یک شنبه پاې ته ورسیدې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په دې نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د موې تای لوبغاړو په ګډون د ۱۰۰ هیوادونو څخه ۱۵۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام