د ملګرو ملتو امنیت شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو پلاوي چې د افغانستان وضعیت څېړنې په موخه کابل ته راغلي، پرون له افغان چارواکیو او ځېنو سیاسي څېرو سره لیدلي دي.
د ارګ او اجرایوي ریاست خبرپاڼو لهمخې، حکومتي چارواکیو د ملګرو ملتو پلاوي سره په خبرو کې پلاوي ته د پاکستان له لوري د داعشیانو په ګډون د ترهګرو ډلو روزنې او تمویل په اړه سندونه او شواهد ورکړل.
په لیدنو کې افغان چارواکیو پر پاکستان د فشارونو زیاتوالي غوښتنه وکړه.
خو یوې معتبري حکومتي سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې حکومتي مشرانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د پاکستان د تحریم طرحه دغه پلاوي ته سپارلې ده.
د سرچینې په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د پرېکړهلیک په صادرولو سره پهدې اړه پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره یې په لیدنه کې د ترهګرۍ، نشهیي توکیو پرضد مبارزې او له ډيورنډ کرښې هاخوا د ترهګرو پټنځایونو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، له پلاوي سره په لیدنه کې یې پر ترهګرو ډلو د بندیزونو لګولو او پر پاکستان د فشارونو زیاتېدو هم تینګار کړیدی.
د ارګ یوې خبرپانې هم لیکلي چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د امنیت شورا پړاویز رییس او د قزاقستان استازي غیرت عمراوف په افغانستان کې د سولې ټینګښت ملاتړ کړیدی.
ده، له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د ترهګرو پر ملاتړو د فشارونو زیاتولو او دغه راز، د افغانستان پراختیا او بیارغاونې سره پر مرسته تاکید وکړ.
افغانستان، امریکا او ځېنې نور هېوادونه له کلونو ـ کلونو راهیسې په پاکستان کې د ترهګرو پر امن پټنځایونو نیوکې کوي؛ خو لا هم پر پاکستان د فشارونو زیاتوالي په اړه جدي ګامونه، نهدي پورته شوي.