افغانستان د مالیزیا په فوټبال کې له فاینله پاتې شو

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د فیصل شایسته په لوبډلمشرۍ او د انوش دستګیر په روزنه کې نن د مالیزیا په کوربتوب سیالۍ کې د عمان پر وړاندې ستره ماتې وخوړه او په روان جام کې له مخکې تګه پاتی شوه.

افغان فوټبال ملي لوبډلې نن د مالیزیا په کوربتوب په (ایرمرین) فوټبال ټورنمېنټ کې لومړۍ لوبه له عمان فوټبال ملي لوبډلې سره وکړه چې ۵ د صفر ګول پر وړاندې په‌کې له سترې ماتې سره مخ شوه.

د افغانستان خلاف سیالۍ کې عبدالعزیزالمقبالي، محمد الشیبه، راید ابراهیم، مسلم عمکان، او احمد کانو د عمان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل او ښه وځلېدل.

د لوبې بایللو وروسته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر وویل چې نوموړی که څه هم په روزنه کې نوی دی؛ خو دا یې د روزنې بدترینه لوبه وه.

د ښاغلي دستګیر په وینا، افغان لوبغاړي د اروپا له یخو هېوادونو راغلي وو چې د نږدې ۳۵ حرارت لرونکي مالیزیا اب هوا سره یې ډېره بلدتیا نه‌لرله.

د افغان روزونکي په خبره، افغان لوبډله ستړې وه؛ خو بیا هم د دې ماتې له‌پاره کوم دلیل نه‌لري او دا ماته باید هېره کړي او راتلونکې لوبې له‌پاره تری زده‌کړه وکړي.

انوش دستګیر وویل چې عمان له افغان فوټبال ملي لوبډلې څخه د فوټبال نړۍوالې شورا په درجه‌بندۍ کې ۶۰ درجې مخکې دی؛ خو د افغانستان لوبډلې ستونزه تخنیکي او یا تکتیکي نه بلکې له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغان لوبغاړیو راغوښتل او د یوې لوبډلې په توګه په کم وخت کې د هغوی منسجمول وو.

ټاکل شوې افغان فوټبال ملي لوبډله راتلونکې شنبې د مارچ په ۲۳مه د مالیزیا او سنګاپور ترمنځ د نن شپې له بایلونکې لوبډلې سره د درېیم مقام ترلاسه کولو له‌پاره سیالۍ وکړي.

دغه راز د افغانستان خلاف ګټونکي عمان فوټبال ملي لوبډله به د سنګاپور او مالیزیا فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د نن شپې ګټونکې لوبډلې سره د اتلولۍ جام ګټلو له‌پاره د راتلونکې شنبې په ورځ فاینل لوبه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام