افغانستان د لومړي ځل له پاره د فوټبال (اسیایي جام) دویم پړاو ته ورسید

افغان فوټبال ملي لوبډلې نن(دوشنبه) د خپلو زرګونه مینه والو په وړاندې د فوټبال په یوه په زړه پورې نړیواله لوبه کې سنګاپور فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او تاریخ یې جوړ کړ.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د روسیي په کوربتوب د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام او د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال اسیایي جام له پاره د غوراوي پړاو لوبه نن(دوشنبه) په ایران کې ترسره شوه.

د تهران په تختي فوټبال لوبغالي کې افغانستان د لوبې په لومړۍ نیمایي ۳۹ مه دقیقه کې لومړی د خیبراماني د ګول په مټ مخکیوالی ترلاسه کړ.

دغه راز دلوبې په دویمه نیمایي کې هم افغانستان مخکې شو، چې د یوسف شیردل د ۷۸ مې دقیقې ګول په مټ یې مخکیوالی ۰-۲ کړ.

همدارنګه د لوبې په وروستیو دقیقو کې سنګاپور لوبډلې هم یواځینی او لومړی ګول ترسره کړ خو یادې لوبډلې ته یې ګټه نه لرله.

که څه هم افغانستان د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا نکړای شوه، خو د لومړي ځل له پاره په دې وتوانید، چې د فوټبال سترو اسیایي سیالیو ته د رسیدو په موخه یې دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د یادونې وړ ده چې د دواړو؛ افغانستان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ د (تګ) پړاو لومړۍ لوبه څو میاشتې وړاندې په سنګاپور کې ۱ د ۰ په وړاندې کوربه لوبډلې ګټلې وه.

د افغانستان فوتبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول علي کاظمي سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، ټاکل شوې ده د فوټبال اسیایي جام سیالیو ته د رسیدو په موخه به افغانستان دویم پړاو لوبې په ۲۰۱۷ م کال کې ترسره کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام