دا لیکنه یوازې د ریکا پېژندلو او د نوموړي کانفرانس ځینو لاس ته راوړنو ته ځانګړې شوې. د ریکا اړوند په راتلونکو لیکنو کې به د نوموړي کانفرانس پر اهمیت او پریکړو بحث کوو.
ریکا RECCA د Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan یا د افغانستان لپاره د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ د کنفرانس مخفف دی.
دغه فورم د اقتصادي همکاریو له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د ثبات په موخه رامینځته شوی چې د نوموړي ثبات له پاره افغانستان د یو پل او د تړاو د نقطې حیثیت لري، همدا لامل دی چې افغانستان د نوموړي فورم د تمرکز نقطه ده.
د ریکا د کانفرانس لومړۍ ناسته په پلازمینه کابل کې په ۲۰۰۵ زیږدیز شوې وه چې ۱۱ هیوادونو په کې برخه اخیستې وه.
ریکا د سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو یواځینی فورم دی چې د بحث موضوع یې د اقتصادي زیربنایي پروژو له لارې د افغانستان او سیمې هیوادونو اقتصادي پرمختګ او ثبات دی.
په دغه کانفرانس کې په مهمو اقتصادي سکتورونو لکه سوداګري او ترانزیت، ګمرکات او د سرحداتو مدیریت او کنټرول، د خصوصي سکتور پرمختګ، انرژي، کرهڼه، د کاري ځواک مهاجرت او لیږد، روغتیا او ښوونه او روزنه شامل دی.
دا چې د نوموړي کانفرانس ټول تمرکز د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ او ثبات دی ځکه خو اړتیا لیدل کیده چې د نوموړي کانفرانس پرله پسې غونډې په اغېزمن ډول تنظیم شي، په همدې موخه افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ایزو همکاریو د واحد په چوکاټ کې د ۲۰۱۰ کال د می په میاشت کې د ریکا له پاره یو ځانګړی سکرتریت رامینځته کړ. دغه سکرتریت د ریکا د ګډونوالو، پریکړو او پایلو د تنظیم او په اغېزمن ډول د نوموړي کانفرانس د چارو د پر مخ وړلو دنده پر غاړه لري.
تر دې وړاندې په ترتیب سره په کابل ۲۰۰۵، نوې ډهلي۲۰۰۶ ، اسلام اباد ۲۰۰۹ ، استانبول ۲۰۱۰ او دوشنبه ۲۰۱۲ کې د ریکا پنځه ناستې تر سره شوي چې وروستۍ هغه یا د ریکا شپږمه ناسته RECCA-IV یې دروانې سپتمبر میاشتې په ۳ تاریخ په کابل کې دایریږي.
تمه ده چې په دغه کانفرانس کې به د انرژۍ، د کانونو را ویستلو، د ترانزیتي لارو د رغولو په وسیله د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د تړلو، د کرنیز او ښوونیز سکتور د پیاوړي کولود خصوصي سکتور او کوچنۍ او منځنۍ کچې د کاروبارونو په پرمختګ او پر نورو اقتصادي زیربنایي پروژو خبرې وشي او په همدې موخه به ډیرې نوې پروژې ډیزاین او په راتلونکې کې تطبیق شي.
د ریکا پر مخکنیو کانفرانسونو کې په پورته یادو شوو سکتورونو کې بیلابیلې پروژې پیشنهاد او ډیزاین شوې دي چې ډیرې یې په هیواد کې تطبیقیږي او په ځینو کې یې ګاونډي او د سیمې هیوادونه هم شامل دي.
د بیلګې په ډول د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د بریښنا د لیږد پروژه CASA چې قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان په کې شامل دي.
د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې هم د ځینو پروژو سروې شوې، په دې برخه کې له کندز څخه هرات ته د ریل د پټلۍ د غزولو پروژه شامله ده چې ۱۰۵۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له لارې به تاجکستان له ایران سره نښلوي.
د دغه کانفرانس له لارې د ازادې سوداګرۍ په برخه کې هم بیلابیل تړونونه لاسلیک شوي چې ګډونوال هیوادونو یې د تعرفې په برخه کې د اسانتیاو او د تعرفې د قیمت د کمولو ژمنې کړي.
په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ترانزیت تړون یا اپټا د یادولو وړ دی، چې په ډیرو برخو کې پاکستان د نوموړي تړون څخه په سرغړونو هم تورن شوی.
د ګمرکاتو په برخه کې هم د نوموړي کانفرانس د ګډونوالو تر مینځ د ګمرکي عوایدو د اغېزمنو راټولولو د تجربو د شریکولو پر سر هوکړه شوې.
په دې ترڅ کې په افغانستان کې د ګمرکاتو د ځانګړې اکاډمۍ بنسټ ایښودل شوی چې د درې کلونو لپاره به ۲۰۰ ګمرکي مامورینو ته روزنه ورکوي.
تر دې وړاندې په ترتیب سره په کابل ۲۰۰۵، نوې ډهلي۲۰۰۶ ، اسلام اباد ۲۰۰۹ ، استانبول ۲۰۱۰ او دوشنبه ۲۰۱۲ کې د ریکا پنځه ناستې تر سره شوي چې وروستۍ هغه یا د ریکا شپږمه ناسته RECCA-IV یې دروانې سپتمبر میاشتې په ۳ تاریخ په کابل کې دایریږي. تمه ده چې په دغه کانفرانس کې به د انرژۍ، د کانونو را ویستلو، د ترانزیتي لارو د رغولو په وسیله د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د تړلو، د کرنیز او ښوونیز سکتور د پیاوړي کولود خصوصي سکتور او کوچنۍ او منځنۍ کچې د کاروبارونو په پرمختګ او پر نورو اقتصادي زیربنایي پروژو خبرې وشي او په همدې موخه به ډیری نوې پروژې ډیزاین او په راتلونکې کې تطبیق شي.