د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان تمریناتي سفر په لومړۍ لوبه کې د یوه انګلستاني (ورویکشایر) کرکټ کلب څخه ماتې خوړلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فریدهوتک سلام وطندار راډیو ته وویل، سیالې (ورویکشایر) لوبډلې افغانستان ته په ۴ لوبغاړو ماتې ورکړې ده.
هوتک زیاته کړه، چې د پرون ورځې په لومړۍ تمریني ۲۰ اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې په لومړي وار کولو سره د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې.
د نوموړي په وینا، دافغانستان له پاره لوبه کې یو ځل بیا سمیع الله شینواري له نورو افغان لوبغاړو زیاتې ۴۸ ، نبي عیسی خیل ۲۰ او نجیب الله ځدران ۲۷ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول زیاته کړه، چې ددې هدف ترلاسه کولو په موخه افغان بالرانو ښکلې بالینګ وکړ، خو کوربه لوبډلې د ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې د کپتان ویلیم پورټلفیلډ د نیمه سلیزې په مټ ټاکل شوې هدف په ډیرمشکله دلوبې په وروستي اور پنځم بال د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
افغان کرکټ بورډ اعلان کړی دی، چې دروان تمریني سفرپه دوام نن سه شنبه د جون ۳۰ مه افغانستان د انګلستان له یوه کلب سره دویمه ۲۰ اوریزه تمریني لوبه ترسره کوي، خو په ټوله کې د روان سفر دمهال ویش او سیالو لوبډلو په اړه ډيرمعلومات ندي ورکړل شوي.
افغان کرکټ بورډ وایي، چې ملي لوبډلې له پاره یې د انګلستان د یوې اونۍ تمریناتي سیالیو موخه د جولای میاشتی په ۹ مه نیټه د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیزپړاو سیالیو ته ښه تیار دي.
ټاکل شوې ده، چې د انګلستان د یوې اونۍ تمریني کمپ وورسته افغانستان د ۲۰ اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو مهمه لړۍ پیل کړي، چې په کې به افغانستان له جرسي او هانګ سره د رسمي تمریني لوبو وروسته له هالینډ، کاناډا، کینیا، عربي امارات، سکاټلینډ او عمان لوبډلو سره د څلورم ځل له پاره ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د رسېدو لړۍ هڅه وکړي.