افغانستان د اردن په سفر کې د فوټبال دواړه سیالۍ وبایللې

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله چې د ۲ دوستانه فوټبال سیالیو له‌پاره اردن ته تللې وه په دواړو سیالیو کې له ماتو سره مخ شوه.

د فوټبال فدراسیون له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د افغانستان او اردن ښځینه فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دویمه سیالۍ بېګا شپه د اردن په پلازمېنه عمان فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې ۶ د ۰ ګول په وړاندې افغان لوبډله له ماتې سره مخ شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د بېګا شپې په دویمې دوستانه سیالۍ کې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ګټه شبنم روهین، هیلۍ ارغندیوال، صدف بارش او صدف نوري په دفاع لیکه کې، یاسمین محمدي، شبنم مبارز، میکا سیف الرحمان، فرخنده، محتاج او زینت صدیقي په منځنۍ لیکه کې خو نیلاب احمدي په برید لیکه کې ولوبېده.

د دې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د کوربه لوبډلې خلاف ۵ د ۰ ګول په وړاندې ماتې خوړلې وه.

په دې سره افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې چې روزونه یې امریکایي ښځینه روزونکې په غاړه لري په دې سفر کې هېڅ کوم ګول ترسره نه کړای شو خو برعکس یې په ۲ سیالیو کې ۱۱ ګولونه وخوړل.

د سیالیو موخه راتلونکیو مهمو سیالیو ته ښه تیاری و چې د سیالیو ترڅنګ یې څو ورځې تمرینات هم ترسره کړل.

په افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې ۱۳ لوبغاړې له افغانستان څخه او ۱۲ نورو بیا له اروپا او امریکا څخه په دغه تمریني کمپ او سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د دغه تمریني کمپ او سیالیو وروسته د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې مرستیالې روزونکې امریکایۍ هیلي کارتر په ټوېټر پاڼه د خپلې لوبډلې په کارکردګۍ خوښي ښودلې چې د نړۍ ۵۰ مقام لرونکې اردنۍ فوټبال لوبډلې خلاف ښه وځلېده او تمه یې ښودلې چې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله به ورځ تربلې پرمختګ کوي.

افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله داسې حال کې له اردن سره ولوبېده چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې په هېڅ نړیواله او دوستانه سیالۍ کې برخه نه وه اخیستې.

د امریکایۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د پخوانۍ لوبغاړې کیلي لینډسي په روزنه کې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۱۶ کال کې د هندوستان په کوربتوب سویلي اسیا ښځینه اتلولۍ جام سیالیو کې ولوبېده چې په دواړو سیالیو کې دهندوستان په وړاندې ۵ د ۱ ګول په وړاندې او د بنګله دېش خلاف ۶ د ۰ ګول په وړاندې له ماتې سره مخ شوه.

افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله اوسمهال د فیفا په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰۶ خو اردنۍ لوبډله چې د ۸ لوبډلو په کتار کې به د سږکال په ښځینه اسیایي جام سیالیو کې هم ولوبیږي ۵۰ مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام