افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون له‌پاره د عمل ګډ پلان نهايي کړ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني سلام‌وطندار ته وویل، د دې وزارت د سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي پر مشرۍ افغان او د پاکستان بهرنیو چارو معینې تهمینې جنجوعې په مشرۍ پلاوي، د دواړو هېوادونو د سولې عمل پلان ۴مه غونډه کې دا پلان وروستی کړ.

د ښاغلي مستغني په وینا، په دې پلان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي ستونزو، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، د تاوتریخوالي په مخنیوي، د کډوالو په اړه همکارۍ او د سولې او اقتصاد برخو کې په ګډو مرستو ټینګار شوی‌دی.  

هغه زیاتوي، په‌دې برخو کې یو ګډ میکانیزم هم جوړ شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ غونډې کې ټینګار شوی چې د دې پلان له عملي کېدو به جدي څارنه وشي او په سمه توګه به عملي شي.

په ورته وخت کې د چارو کتونکي بیا د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پلان عملي کېدو په اړه یوه خوله نهدي.

یو شمېر شنونکي د دغه پلان په سمه توګه عملي کېدل د افغانستان په ګټه بولي، خو ځېنې بیا وایي، د سولې عمل پلان تر افغانستان زیات پاکستان ته ګټه رسوي.

د چارو کتونکی محبالله شریف وایي، پاکستان تر نړۍوالو فشارونو لاندې دی او یو ځل بیا دوه مخې لوبه پیلوي چې د نړۍوالې ټولنې پام بلې خواته واړوي او خپلې موخې تعقیب کړي.

د هغه په وینا، که دغه پلان په رښتیني توګه عملي شي؛ نو د افغانستان په ګټه به تمام شي.

خو د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وایي، له پاکستان سره د سولې عمل پلان د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شوی چې د پاکستان ګټې او شرطونه په کې ډېر دي.

د ده په وینا، په ټوله کې به پاکستان د افغانستان ملي ګټې تر سیوري لاندې راولي او افغان دولت تمه لري چې پاکستان طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

دی په ورته وخت کې دا یو خوب ګڼي او د دې پلان لهمخې به پاکستان د ۱۸ کلونو جګړه وګټي او یو ځل بیا به افغان حکومت وغولوي.

د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پلان، افغانستان ته د پاکستان د لومړی وزیر سفر پرمهال مطرح شو چې د دواړو هېوادونو چارواکیو د دغه پلان لهمخې درې ځلې سره خبرې وکړې او ۴مه ناسته کې د سولې او عمل پلان نهايي شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام