د افغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې دیوې په زړه پورې لوبې وروسته په څلور ورځنۍ لوبه کې کوربه د سریلانکا (پرمختیایي) کرکټ لوبډله په۶۹ منډو له ماتې سره مخ کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا سلام وطندار راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان لخوا د ۲۹۰ منډو په ځواب کی سریلانکایۍ لوبډله په ۲۲۱ منډو وسوځیده.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې ددې څلور ورځنۍ سیالۍ په لومړۍ ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله په ۱۵۸ منډو سوځیدلې وه خو په دوهم وار یی ښکلی لوبه وکړه.
د لومړي وار ۱۲۶ منډو قرض خلاصولو ترڅنګ افغان (الف) کرکټ ملي لوبډلې په دوهم وار د نجیب الله ځدران د سلیزې ۱۱۳ او نورعلي ځدران ۹۴ منډو په مټ ۴۱۲ منډې جوړې کړې.
خبرپاڼه لیکي چې د افغانستان د بیټسمینانو ترڅنګ بالران هم ښه وځلیدل چې حمزه هوتک په لوبه کې ټولټال ۸ لوبغاړي وسوځول او دلوبې غوره توپ اچوونکی شو.
د لوبډلې روزونکي رییس احمدزي له سریلانکا څخه سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل چې سریلانکایۍ (پرمختیایي) لوبډلې ښه سپین بالران او بیټسمینان درلودل؛ خو د افغان لوبډلې ستاینه یې وکړه چې ښکلی لوبه یې وکړه او د پلان له مخې یی سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د ښاغلي احمدزي په وینا چې د سیالې لوبډلې خلاف یی خپلې لوبډلې ته ساده پلان ورکړې و چې د ښه بال احترام وکړي او خراب بال ولوبوي.
د نوموړي په وینا چی بالرانو هم د پلان مطابق ښه په لای او لینت بالینګ وکړ او د اضافه ازمیښتونو څخه یی ځان وژغوره خو بیا هم باید د رحمت شاه زرمتي په شمول یو شمیر بالرانو سره ډیر کار وکړي.
د روزونکي په وینا چې ښایي د روانې اګست میاشتې په ۷ مه نیټه له همدې لوبډلې سره د روان سفر دوهمه تمریني سیالۍ ترسره کړي.
د رییس احمدزي په وینا چې د کوربه لوبډلې په څیر به په افغان (الف) لوبډله کې هم دوه یا درې لوبغاړو ته دلوبیدو چانس ورکړي چی لومړۍ لوبه کې نه وو لوبیدلي.