افغانستان؛ په ۹ کالو کې ۶۰ زره تنه قرباني شوي

د افغانستان د بشري حقون خپلواک کمېسیون په تازه راپور کې ویلي چې د ۱۳۸۸ کال د وري له میاشتې د ۱۳۹۶ کال تر کبه پورې په وسله‌والو نښتو او ترهګریزو بریدونو کې ۶۴۱۰۳ تنه قرباني شوي (۲۳۱۳۰ وژل شوي او ۴۰۹۷۴ ټپیان دي)

د دې راپور پر بنسټ، له‌دې شمېرو ۴۷۷۹ تنه (۷.۵ سلنه) ښځې، ۱۱۴۶۵ تنه (۱۷.۹ سلنه) ماشومان، ۳۳۵۲۶ تنه (۵۲.۳ سلنه) نارینه دي او د ۱۴۳۴۴ تنو (۲۲.۳ سلنه) نورو هویت نه‌دی معلوم.

د بشري حقونو کمېسیون د دې پېښو ۶۹.۸ سلنه تلفاتو عاملان د حکومت وسله‌وال مخالفان او د ۱۰.۷ سلنه تلفاتو عاملان افغان امنیتي ځواکونه او نړۍ‌وال ملاتړي ګڼي، په‌داسې حال کې چې د ۱۹.۵ سلنه تلفاتو عاملان تراوسه نه‌دي معلوم.

د بشري حقونو کمېسیون رییسه سیما سمر نن د «د وسله‌والو نښتو او ترهګرۍ د قربانیانو د حقوقو ملاتړ» په نامه یوې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، حکومت د وسله‌والو نښتو او ترهګرۍ قربانیانو نه د ملاتړ هېڅ ډول پروګرام نه‌لري. د هغې په وینا، د ناامنیو او وسله‌والو نښتو له امله بې‌ځایه شوي وګړي هم د حکومت له دایمي مرستو محروم دي.

د دې څېړنیز راپور ۲۵ سلنه ګډونوال وايي چې د هېځ بنسټ له لوري نه دي حمایه شوي او ۳۶.۶ سلنه نور بیا د حمایت شويو ارګانونو نه راضي نه‌دي.

په‌دې راپور کې راغلي چې قربانیان د جنګونو او ترهګریزو پېښو د عاملانو د مجازات او د زیانونو د جبران غوښتنه کړې‌ده.

په‌دې څېړنیز راپور کې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې له ۳۱۲۹ تنو سره خبرې‌ شوې‌دي.

د دې څېړنېز راپور پربنسټ ،د ولسي‌وګړيو د قربانیانو له ډلې ۶۲ سلنه (۱۹۳۴تنه) یې په یو وخت کې بېلابېل زیانونه او مصیبتونه لیدلي دي. په‌دې معنا چې په جګړه کې یې د کورنیو یو یا څو تنه غړي له لاسه ورکړي‌دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور پربنسټ، د دې څېړنې ګډونوالو ۴۷،۵ سلنه طالبان، ۱۸ سلنه داعشیان، ۱،۴ سلنه حقاني شبکه، ۱،۷ سلنه پاکستاني ځواکونه، ۱،۱۴ سلنه نورې ترهګریزې ډلې، ۵،۷ سلنه نامسووله وسله‌وال، ۱،۶ سلنه محلي پولیس، ۱ سلنه پولیس، ۳ سلنه د ملي امنیت ځواکونه، ۳،۷ سلنه نړۍ‌وال ځواکونه، ۸ سلنه ولسي‌ پاڅونوال او ۱۶۹ سلنه ناپېژانده عوامل یې د ولسي خلکو د مرګ‌ژوبلې لاملونه بللي دي.

د بشري حقونو کمېسیون په غونډه کې د «افغانستان ازادۍ سلبېدو په مرکزونو کې د شکنجې او ناسم چلند» په اړه راپور وړاندې کړ.

په‌دې راپور کې راغلي، په ۱۳۹۶ کال کې د شکنجې ۷۹ پېښې دغه کمېسیون کې ثبت شوې‌دي. د دې راپور په حواله، وګړي زیاتره وخت د نیول کېدو پر مهال شکنجه شوي‌دي.

د تېر کال په پرتلې په ۹۶ کال کې د شکنجې پېښو په شمېر کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.

په ۱۳۹۶ کال کې د شکنجې له ټولټال پېښو د ۶۲ پېښو عاملان یې پولیس او د ۱۳ نورو پېښو عاملان یې د ملي امنیت ځواکونه په راپور کې ښودل شوي دي.

د دغه راپور پر اساس، په ۱۳۹۱ کال کې د شکنجې ۷۱ پېښې، په ۱۳۹۲ کال کې ۷۴ پېښې، په ۱۳۹۳ کال کې ۳۶۵ پېښې، په ۱۳۹۴ کال کې ۹۳ پېښې او په ۱۳۹۵ کال کې ۹۲ پېښې ثبت شوې‌دي.

په‌دې راپور کې له امنیتي ځواکونو غوښتل شوي، هغه کارکوونکي چې له تورنو کسانو سره سروکار لري؛ باید د شکنجې مخنیوي زده‌کړې ورکړل شي او دغه‌راز یې د ملي امنیت له ریاسته غوښتي چې تورنو کسانو ته په هماغه قانوني وخت کې مدافع وکیلانو ته هغوی لاس رسي زمینه برابره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام