افغانان اوس هم د ناچاودو توکو او ماینونو قربانیان دي

د ماینونو قرباني شویو ملاتړي بنسټونه وايي، افغانان اوس هم د واټونو او ځمکه کې د جګړو له وخت را پاتې شویو ماینونو او نا چاوده توکو قربانیان دي.

د "ماینونو څخه زیانمنو افغانانو موسسې" رییس اسلام الدین محمدي وايي، چې د جګړو له وخته را پاتې شویو ناچاوده توکو د پېښو قربانیان سږکال د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیات دي.

په ځمکه کې د ښخ شویو ماینونو په ضد نړیوال کمپاین د راپور له مخې د ناچادو توکو او په ځمکه کې د پاتې شویو ماینونو له امله په ۲۰۱۴ز کال کې ۵۷۵ ولسي وګړي او نظامیان وژل شوي دي او ۷۲۱ تنه نور یې ټپيان شوي، چې له دې ډلې نه دوه ماین پاکان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په هېواد کې د څو ماین پاکوونکو موسسو د کار سره ـ سره اوس هم د افغانستان ۲۰ سلنه خاوره د جګړو له وخته را پاتې شویو ماینونو څخه پوښل شوې ده.

په ځمکه کې د پاتې شویو ناچاودو توکو په وروستۍ پېښه کې د سه شنبې په ورځ د کابل په ۱۳مې حوزې سیمه کې ۸ ماشومان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.

د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیاله جمیله افغاني په دې اړه وايي، چې دولت باید د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د شمېرو کمولو له پاره په یو پروګرام کار وکړي.

د ماین پاکوونکو ادارو چارواکي په دې باور دي، چې د جګړو دوام او د وسله والو کسانو له خوا د سړکونو او واټونو په غاړو کې د ماینونو ښخولو د ماین پاکولو چارې ستونزمنې کړي دي.

دوی له حکومته غواړي، چې د ماين پاکولو چارو د چټکتیا له پاره دې تلنلارې جوړې کړي.

همدا راز د ماینونو قرباني شویو بنسټونو چارواکي وايي، چې حکومت دې د معلولینو جسمي او روحیي پیاوړتیا او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ونډې ورکولو له پاره کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام