د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له لاسلیک څو شېبې مخکې د افغان حکومت، ناټو او امریکا ترمنځ ګډه اعلامیه خپره کړه. دغه اعلامیه یوه سریزه او درې برخې لري چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د را کمېدلو نېټه هم پهکې په ډاګه شوې ده.
لومړۍ برخه:
۱– د افغانستان اسلامي جمهوریت پر خپله ژمنه ټینګار کوي دا هیواد به له نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو سره نه همکاري کوي او نه به ورته اجازه ورکوي چې ددې هیواد پر خاوره غړي استخدام کړي، ویې روزي، د (مخدره موادو د تولید او قاچاق له لارې د پیسو د لاسته راوړلو په ګډون) د تروریزم د تمویل پاره پيسې راټولې کړي، د دې هیواد په لارې تېر شي، له نړیوالو منل شویو اسنادو یې ناقانونه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې د تروریزم په ملاتړ نور فعالیتونه وکړي. افغانستان به دغو تروریستي ډلو او یا افرادو ته پناه نه ورکوي.
۲– د امریکا متحده ایالات له افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومتي ادارو څخه یو ځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار کوي . په دې ملاتړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د موجودې موافقې له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول شامل دي چې د داخلي او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي .په دې ژمنه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ هم شامل دی چې د افغانستان له خاورې د القاعده، داعش خراسان څانګې، او نورو نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو لخوا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغانستان د خاورې د استعمالولو مخه ونیسي.
۳ –د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په رضایت او همغږۍ د القاعده،داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو لخوا پر امریکا او متحدینو يې د بریدونو د مخنیوي او ددې تروریستي ډلو د ځپلو لپاره پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
دا پوځي عملیات د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودې امنیتي موافقې،او د موجود تفاهم له مخې کیږي چې د امریکا د تروریزم ضد دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونود تروریزم ضد عملیاتو د ملاتړ په هدف دي.
په دې عملیاتو کې به د افغانستان ملي حاکمیت،د افغانانستان د خلکو امنیت،او د ملکي وګړو ملاتړ او ساتنې ته درناوی کیږي.
۴– د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به خبرو اترو ته اسانتیاوې برابروي څو په داسې ترتیباتو کار کول یقیني کړي چي د یو بل له حریمه ترسره کېدونکي فعالیتونه به د دې هیوادونو امنیت ته ګواښ نه پېښوي.
دویمه برخه:
۱– د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر (۸۶۰۰) اته زره او شپږ سوو ته راښکته کړي او له دې ګډې اعلاميې له خپرېدو او طالبانو سره له توافق وروسته به (۱۳۵) یو سل او پینځه دېرش ورځو کې به طالبانو سره په شوې توافق کې نورې کړې ژمني عملي کوي. امریکا به له خپلو متحدینو او ائتلاف سره کار وکړي څو افغانستان کې په یوه مناسب وخت او مرحله کې د ائتلافي ځواکونو شمیر کم کړي .دا اقدام به د طالبانو له لوري متحده ایالاتو سره د شوي توافق عملي کیدو ته په کتو ترسره کېږي.
۲– له ګډې ارزونې سره سم او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ د ګډ هوډ له مخې به متحده ایالات، متحدین يې او ائتلافي ځواکونه به ددې ګډې اعلامیې له خپرېدو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق تر امضا وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو پاتې ځواکونو ویستل بشپړ کړي او د طالبانو له لوري متحده ایالاتو سره د شوي توافق عملي کیدو ته په کتو سره به متحده ایالات له پوځي هډو (بېسونو) خپل پاتې ټول پوځیان وباسي.
۳– متحده ایالات پر خپلې دې ژمنې بیا ټینګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او د هغوی د تقویت او ورته د سلامشورو ورکولو لپاره به په کلني ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کوي څو افغانستان د کورنیو او بهرنیو گواښونو پر وړاندې خپل امنیت او خوندیتوب وساتي.
۴ –د یوه سیاسي جوړجاړي او تلپاتې اوربند ته د رسیدو لپاره د شرایطو برابرولو په خاطر به د افغانستان اسلامي جمهوریت د اعتماد جوړونې په هدف د طالبانو له استازو سره د باور جوړونې لپاره د متحده ایالاتو له خوا تسهیل خبرو اترو کې ګډون کوي .په دې خبرو کې د دواړو لورو د پام وړ شمیر زندانیانو د خوشې کولو امکان ارزول کیږي. متحده ایالات او د افغانستان اسلامي جمهوریت به ددې خبرو اترو د ملاتړ لپاره د سره صلیب له نړیوالې ادارې مرسته غواړي.
۵– د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدو سره سم به د دیپلوماتیکو اقداماتو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لست څخه د یو شمیر طالب زندانیانو د نومونو د لرې کولو لپاره د ۲۰۲۰م کال د می تر ۲۹ نیټې پورې اقدام کوي.دا اقدام به په هر صورت کې د کاري چوکاټ د موافقې او تلپاتي او پراخ بنسټه اوربند تر موافقې وروسته په دیرشو ورځو کې کیږي.
درېیمه برخه:
۱– متحده ایالات به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا وغواړي چې دا او په دې اړوند نورې موافقې تائید او په رسمیت وپېژني.
۲– متحده ایالات او د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دي چې د بیارغونې لپاره د اقتصادي همکارۍ په شمول به په خپلو کې مثبتو اړیکو ته دوام ورکوي.
۳– متحده ایالات به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي نه ګواښي، پر ضد به یې ځواک نه کاروي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
۴– متحده ایالات به په افغانستان کې د اصلي کړکېچ ختمولو په خاطر سیاسي روغې جوړې ته د رسېدو په برخه کې، د روانو هڅو د ملاتړ لپاره، د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو هلې ځلې روانې ساتي.