د میدان وردګو ولایت یو شمېر مدني فعالانو د دې ولایت والي ځندي ګل زماني په بې کفایتۍ او ضعیف مدیریت تورن کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې ژر تر ژره دې له دندې لرې کړي.
اعتراض کوونکي په میدان وردګو کې د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو نه شتوالی، د دې ولایت د لویې لارې ناامني او په اداري فساد کې د ولایتي ادارې چارواکو ښکېلتیا له مهمو ستونزو ګني.
دغه راز یې ولایتي اداره تورنه کړه، چې وسله والو طالبانو ته پېژندپاڼې ورکوي.
د اعتراض کوونکو په استازيتوب نصرت رحیمي وویل، نه یوازې والي، بلکې د هغه شاوخوا کسان هم فساد کوونکي دي او باید ژر تر ژره ولایتي اداره ترې پاکه شي.
خو د والي ویاند عبدالرحمن منګل دغه ادعاوې ردوي او له اعتراض کوونکو د ادعاو په اړه د اسنادو وړاندې کولو غوښتنه کوي.