اعتراضیانو د «جنوبي ترکستان» د اعلان خبرداری ورکړ

د جنرال عبدالرشید دوستم او نظام‌الدین قیصاري پلویان د شپږمې ورځې له‌پاره په پرله‌پسې ډول د حکومت‌ضد شعارونو له ورکولو سره راوتلي او وايي، که حکومت یې خبره وانه‌اوري؛ د نافرمانۍ تر حده به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او د «جنوبي ترکستان» په نامه به خودمختاره حکومت اعلان کړي.

د ملي جنبش ګوند د جوزجان د څانګې د ځوانانو رییس قدرت‌الله وطن، مولوي محمدشریف فاروقي او عبدالحمید صمیم د قومي شورا رییس وايي، که حکومت یې غوښتنو ته ځواب ونه وايي، که هر څه پېښ شول؛ مسوول به یې حکومت وي.

دوی له نړۍ‌والې ټولنې غوښتنه وکړه چې د هېواد شمالي ولایتونو ته د وضعیت د څېړنې په پار یو پلاوی ور ولېږي.

تراوسه پورې فاریاب، بغلان او تخار ولایتونو کې د جنرال دوستم سلګونو پلویانو اعتراض کړی او له حکومته یې غوښتي؛ ترڅو د هغوی په باور له نفاق اچولو او قومپالنې ډډه وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له پوځي لارې د ګټې اخیستو او د خودمختاره حکومت اعلانولو ټاکنې په اړه د اعتراض کوونکیو خبرداري په ځواب کې وايي، حکومت به هرې پوښتنې ته په خپل وخت ځواب ورکړي.

سره له دې چې د دوستم او قیصاري د پلویانو اعتراضونه شپږمې ورځې ته وغځېدل، خو تراوسه پورې د اعتراض کوونکیو د قهر ارمه کولو له‌پاره هېڅ کار شوی نه‌دی او مشخصه نه ده چې دغه اعتراضونه به تر کومه بریده پراخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام