د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، افغانستان، پاکستان او نور نړیوال ملګري ژمن دي چې د سولې ټېنګښت په برخه کې ریښتيني همکاري وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي، افغان حکومت د سولې په پروسه کې د پاکستان د ورستيو هلو ځلو قدرداني کوي او په دې برخه کې یې دپاکستان رول مهم ګڼلی دی.
سرچينه کاږي، افغانستان او پاکستان یو ډول ګواښ سره مخ دي دپکتیکا د یحی خیلو او دپېښور پر پوځي ښونځي برید په ډاګه کړې چې ترهګر د دواړو هیوادونو له پاره مشترک ګواښ دی.
افغان حکومت د پاکستان د پوځ لوی درستيز راحیل شریف هغه څرګندونې ستایلي، چې په کې یې دافغانستان دښمن خپل دښمن ګنلی دی.
راحیل شریف په خپل ورستي سفر کې ویلی و چې وسله وال به یا سولې ته غاړه ږدي او یابه یې ځایونه په نښه کيږي؛ په دې توګه شریف دافغانستان دښمن خپل دښمن بللی و.
د پنجشنبې په ورځ د هغه هیواد د کورنيو چارو وزیر نثار احمد خان چودهري هم په امریکا کې ویلي و چې افغانستان اوپاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې سره نزدې شوي دي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر د مدني ټولنو له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې دسولې په پروسه کې یې له پاکستان سره کومه پټه معامله نه ده کړې.
په هغه ناسته کې شریک د مدني ټولنو ځينو غړو سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر دپاکستان له همکارۍ خوښ بریښي او باوري دی چې په نزدې وختونو کې به د سولې په برخه کې لیدونکی پرمختګ رامنځته شي.